کرېکټ: نن دپاکستان او نيوزلينډ ترمنځ مهمه سيالي کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان د کرېکټ ټيم کپتان شاهد افريدى وايي " هندوستان سره په لوبې کې تېروتنې شوې دي، خو اوس يې ټول پام نيوزلينډ سره په لوبه راغونډ دى".

د کرېکټ د ٢٠ اوريزه نړيوالو سياليو دويم پړاو کې د ن د پاکستان او نيوزلينډ ترمنځ موهالي کې مهمه سيالي کېږي.

پاکستان بنگله دېش سره خپله لومړنۍ لوبه گټلې او دويمه لوبه چې هندوستان سره وه بايللې ده.

د پاکستان لوب ډله سيمې فاينل ته رسېدو لپاره بايد دا لوبه او استراليا سره راتلونکې لوبه وگټي.

نيوزلينډ اسټراليا او هندوستان ته ماتې ورکولو سره خپلې دوه لومړنۍ لوبې گټلې دي او په خپل گروپ کې تر ټولو زيات پواينټونه لري.

له نننۍ لوبې يوه ورځ وړاندې پاکستان ته يو لوى تاوان هغه وخت واوړېدلو چې توپوهونکى محمد حفيظ د تمرين پر مهال ژوبل شو.

د پاکستان د کرېکټ ټيم کپتان شاهد افريدى وايي " هندوستان سره په لوبې کې تېروتنې شوې دي، خو اوس يې ټول پام نيوزلينډ سره په لوبه راغونډ دى".

ددې نه وړاندې د پاکستان او نيوزلينډ ترمنځ ١٤ شل اوريزه لوبې شوې دي چې پاکستان اته او نيوزلينډ شپږ گټلي دي.