کرېکټ: سريلانکا ته په ماتې ورکولو انګلستان نيمه پايلوبو ته ووتو

د انځور حقوق Getty

د کرېکټ نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو په ترڅ کې انګلستان سريلانکا ته د ۱۰ منډو په توپير، ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبو ته لار ومونده.

په دغو سياليو کې د سريلانکا او جنوبي افريقا سفر پای ته ورسېد او و يې نشوای کړای چې نيمه پايلوبو ته لار ومومي.

د نننۍ لوبې پچه سريلانکا ګټلې او انګلستان ته یې د توپ وهلو بلنه ورکړې وه.

انګلستان په ټاکلو ۲۰ اوورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۱ منډې جوړې کړې وې چې په ځواب کې يې سريلانکا د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۶۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې وبايلله.

د لوبې پيل د سريلانکا لپاره ښه نه و، د لشان په ۲ او چنديمل د يوې منډې په جوړولو سره وسوځېد.

د سريلانکا لپاره تر ټولو ښه لوبه د دغې لوبډلې کپتان ميتيوز وکړه، نوموړي په ۵۴ توپونو ۷۳ منډې جوړې کړې او ونه سوځېد.

د انګلستان لپاره جوز بټلر، جېسن رای او جو روټ په ترتيب سره ۶۶، ۴۲ او ۲۵ منډې جوړې کړې.

د توپ اچونې په برخه کې د انګلستان کرېس جورډن د څلورو وېکټو په اخيستو سره ښه توپ اچوونه وکړه.

سبا يکشنبې (۲۷ مارچ) د افغانستان او وېسټ انډيز تر منځ لوبه ده.

د دغې لوبې بشپړ تفصيل دلته لوستلی شئ.

ورته مطالب