افغانستان وېسټ انډيز ته په ۶ منډو ماته ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption د کرېکټ نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو په دوهم پړاو کې دا د افغانستان لومړی بريا ده

د کرېکټ نړيوالو شل اووريزو سياليو په ترڅ کې، افغانستان په خپله وروستۍ لوبه کې وېسټ انډيز ته د ۶ منډو په توپير له په زړه پورې لوبې وروسته ماته ورکړه.

نننۍ لوبه د هند په ناګپور کې ترسره شوه چې پچه يې وېسټ انډيز ګټلې او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۳ منډې جوړې کړې او وېسټ انډيز ته يې د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پيل د افغانستان لپاره ښه نه وو، په لومړي اوور کې يې يو لوبغاړی وسوځېد.

وېسټ انډیز تراوسه کوم لوبه نه وه بايللې او په دغو سياليو کې يې تر ټولو ډېرې نومرې لرلې.

د افغانستان لپاره نجيب ځدارڼ تر ټولو ښه لوبه وکړه او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په ۴۰ توپونو ۴۸ منډې جوړې کړې او يو په زړه پورې کيچ يې واخيست.

افغان لوبډله کې دوه بدلونونه راغلي وو، د شاپور ځدراڼ او نور علي ځدراڼ پر ځای حميد حسن او عثمان غني راوستي وو.

وېسټ انډيز په خپله لوبډله کې يو بدلون راوستی و، د کرېس ګېل پر ځای يې ايون لويس ولوباوه.

د انځور حقوق AFP

نور افغان لوبغاړي لکه شهزاد محمدي او اصغر ستانکزي هم ښه لوبه وکړه دوی په ترتيب سره ۲۴ او ۱۶ منډې جوړې کړې.

د وېسټ انډیز لپاره بدري ۳، رسل ۲ سمي او بېن يوه يوه وېکټه واخيسته.

د وېسټ انډيز لوبډلې لپاره ډاوین براو ۲۸، جانسن چارلز ۲۲ او ډېنېش رمډېن د ۱۸ منډو په جوړولو سره ښه لوبه وکړه.

په نننۍ لوبه کې افغان توپ اچوونکي ښه وځلېدل، محمد نبي او راشد خان دوې دوې وېکټې واخيستې.

په روانو سیاليو کې دا د افغانستان وروستۍ لوبه وه. وېسټ انډیز د دې لوبې نه وړاندې نيمه پايلوبو ته لاره موندلې وه.

Image caption د دغې لوبې ليدو ته په لوی شمېر افغانان ورغلي وو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپله فېسبوک پاڼه د دغې بريا له امله خوښي څرګنده کړې ده او ټولو افغانانو ته يې مبارکي ويلي ده.

ورته مطالب