جنوبي افريقا سريلانکا ته په اتو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق AP

د کرېکټ نړيوالو ۲۰ اووريزو سياليو په ترڅ کې د ۱۰ غوره لوبډلو په وروستۍ لوبه کې جنوبي افريقا سريلانکا ته په اتو وېکټو ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه جنوبي افريقا ګټلې او لومړی يې د توپ اچولو پرېکړه کړې وه.

سريلانکا په وروستي اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۰ منډې جوړې کړې او جنوبي افريقا ته يې د ۱۲۱ منډو هدف وټاکه.

جنوبي افريقا وکولی شول چې ټاکلی هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۸ اوور کې بشپړ کړي.

د جنوبي افريقا لپاره هاشم امله د ۵۶، ډوپلسي ۳۱ او ډي ويليرز د ۲۰ منډو په جوړولو سره په زړه پورې لوبه وکړه.

هاشم امله د تهسيرا پر توپ د شپږيزې په وهلو سره په نړيوالو شل اووريزو سياليو کې ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

د سريلانکا لپاره ډلشان ۳۶، چنديمل ۲۱ او شنکا ۲۰ منډې جوړې کړې.

جنوبي افريقا او سريلانکا له وړاندې نيمه پايلوبو ته په لار موندلو نه دي توانېدلې. دغه دواړه لوبډلې په دغو سياليو کې څلور څلور لوبې ترسره کړې چې جنوبي افريقا دوې ګټلې او دوې بايللې دي بلخوا سريلانکا يوازې يوه لوبه ګټلې ده.

جنوبي افريقا ته لومړی انګلستان او بيا ويسټ انډيز ماته ورکړې وه خو له افغانستان يې ګټلې وه.

بل خوا سريلانکا ته د جنوبي افريقا سربېره دغو داوړو ټيمونو هم ماته ورکړې وه.

ورته مطالب