فوټبال: افغانستان سنګاپور ته ماته ورکړه

د انځور حقوق social media
Image caption په نننۍ لوبه کې خيبر اماني او يوسف شيردل د افغانستان لپاره ګولونه وکړل

د افغانستان فوټبال لوبډلې د اسيا کپ سياليو ته د لارموندنې په ترڅ کې په ګروپي لوبو کې سنګاپور ته د ۲- ۱ پر وړاندې ماته ورکړه.

دغه لوبه چې د ايران پلازمېنې تهران په تختي لوبغالي کې ترسره شوه شاوخوا ۲۷ زره ليدونکي يې لرل. دغې بريا افغانستان د اسيا هېوادونو د ۲۰۱۹ کال کپ ته يو ګام نژدې کړ.

د افغانستان لپاره خيبر اماني او يوسف شيردل په ۳۹ او ۷۸ دقيقه کې ګولونه وکړل.

د سنګاپور لوبغاړي فازرول نواز د لوبې په ۸۹ دقيقه کې ګول وکړ او لوبه يې د ۲- ۱ پر وړاندې پای ته ورسوله.

افغانستان پنځه ورځې وړاندې د ۵- ۱ پر وړاندې له جاپان څخه ماته خوړلې وه.

که په وروستيو لوبو کې فليپين د شمالي کوريا او ميانمار د لبنان پر وړاندې ودريږي، افغانستان به وکولای شي بل پړاو ته لار ومومي.

Image caption لوی شمېر افغانان د دغې لوبې ليدو ته ورغلي وو

ورته مطالب