انګلستان نيوزيلنډ ته په اوو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption د نننۍ لوبې پچه انګلستان ګټلې او لومړی یې د فيلډېنګ يا ډګر ساتنې پرېکړه کړې وه

د کرېکټ نړيوالو شل اووريزو سياليو په نيمه پايلوبه کې انګلستان نيو زيلنډ ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

نننۍ لوبه د هند پلازمېنې ډيلي په فيروز شاه لوبغالي کې ترسره شوه. د دغې لوبې پچه انګلستان ګټلې او مقابله لوبډله يې توپ وهنې ته بللې وه.

نيوزيلنډ په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۳ منډې جوړې کړې او انګلستان ته يې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.

د نيوزيلنډ لوبډلې لپاره کولېن مونرو ښه لوبه وکړه نوموړي په ۳۲ توپونو ۴۷ منډې جوړې کړې. پر ده سربېره نور لوبغاړي لکه وېليم سن د ۳۲، انډريسن د ۲۸ او ګوپټېل د ۱۵ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.

د توپ اچونې په برخه کې د دغې لوبډلې ايش سوډي دوې او مېچل سنټېنر يوه وېکټه واخيسته.

بلخوا انګلستان په دې وتوانېد چې ټاکلی هدف يوازې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړي.

د انګلستان لپاره جېسن رای په ۴۴ توپونو د ۷۸ منډو په جوړولو سره تر ټولو ښه لوبه وکړه، پر نوموړي سربېره جوز بلټر۳۲، جو روټ ۲۷ او الېکس هېلز ۲۰ منډې جوړې کړې.

د توپ اچوونې په برخه کې بېن سټوک د نيوزيلنډ درې لوبغاړي وسوځول.

د دغو سياليو بله لوبه د مارچ پر ۳۱ د پنجشنبې په ورځ د وېسټ انډيز او هند تر منځ ده.

د لوبې بشپړ تفصيل دلته لوستلی شئ

ورته مطالب