ويسټ انډيز هندوستان ته ماته ورکولو سره فاينل ته ورسېد

د انځور حقوق Getty

ويسټ انډيز هندوستان ته د ٢٠١٦ کال د کرېکټ ٢٠ اوريزه اتلولۍ سيمي فاينل يا نيمه پايلوبې کې ماتې ورکولو سره فاينل ته لاره وموندله.

نن په ممبۍ کې د ويسټ انډيز لوبډلمشر پچه وگټله او لومړى يې د بالنگ کولو پرېکړه وکړه. هندوستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې په دوو لوبغاړو ويسټ انډيز ته د ١٩٣ رنزونو هدف وټاکلو.

ويسټ انډيز په شلم اور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ١٩٦ رنزونه جوړ کړل او په دې ډول يې فاينل ته لاره وموندله.

د ويسټ انډيز لېنډل سېمنز د ٨٣ منډو جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو. کريس گيل نه تمه کېده چې د ويسټ انډيز لپاره به ډيرې منډې کوي خو دې لوبه کې ونه ځلېد.

د انځور حقوق AFP

ويسټ انډيز به اوس د اپريل په دريمه نېټه په فاينل کې انگلستان سره مخامخ کېږي.

ددې نه وړاندې د ويسټ انډيز د مېرمنو کرېکټ ټيم هم فاينل ته لاره موندلې ده.