د کرېکټ نړيوالو ۲۰ اوريزه سياليو ريکارډونه

د انځور حقوق Getty

د روانې مياشتې په درېيمه نېټه د هندوستان په کلکتې کې د کرېکټ د ٢٠ اوريزه نړيوالې اتلولۍ سيالۍ په پايلوبه کې د ويسټ انډيز بري سره پاى ته ورسېدلې. دا دويم ځل دى چې ويسټ انډيز دا اتلولي گټي.

دتېر په څېر دا ځل هم په دې سياليو کې څو نړيوال ريکارډونه جوړ شول. د کرېکټ نړيوالې شورا يا آی سي سي، له دې څخه د څو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

د انځور حقوق AFP

١. د انگلستان او جنوبي افريقا ترمنځ لوبې کې تر ټولو زيات رنزونه يعنې ٤٥٩ منډې جوړ شوې. د دې نه وړاندې د شل اوريزه نړيوالو لوبو کې دومره منډې نه وې جوړې شوې.

د انځور حقوق

٢. دې اتلولۍ کې که څه هم د دوو لوبغاړو ترمنځ د ١٠٠ منډو ملگرتيا و نه شوه، خو له ټولو نه د زياتو منډو ملگرتيا د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان د سميع الله شينواري او محمد نبي ترمنځ وه. دوى په شريکه ٩٨ رنزونه جوړ کړل.

د انځور حقوق ACB

٣. د جنوبي افريقا سره سيالۍ کې د افغانستان شهزاد محمدي د ٤٤ منډو کې نژدې ټول رنزونه(٤٢)، په درې شپږيزو او ۴ څلوريزو جوړ کړل.

٤. د اتلولۍ په ټولو لوبو کې د افغانستان حمزه هوتک يواځينى توپ اچوونکى و چې په يوې لوبې کې يې خپل ټول څلور اورونه لوبه يې وکړه او يواځې نهه رنزونه يې ورکړل. هغه هم د ويسټ انډيز پر وړاندې.

د انځور حقوق AFP

٥. راشد خان، مچل مک کلېنېگن او بېن سټوکس هغه لوبغاړي وو چې په لوبو کي يواځې يو توپ ورپاتې خو په هغې يې شپږيزې اخيستې.

٦. د پاکستان خالد لطيف په موهالي کې د اسټراليا لوبډلې سره سيالۍ کې ٤٦ منډې جوړې کړې، حال دا چې د دې نه وړاندې يې اتو سياليو کې يواځې ٣٧ رنزونه جوړ کړي و.

٧. د سريلانکا توپ اچوونکى جيفري وينډر د دې اتلولۍ په يوې لوبې کې تر ټولو زيات هغه توپونه اچولي چې رنزونه پرې نه دي جوړ شوي. ده د ويسټ انډيز سره سيالۍ کې ١٩ توپونه داسې وو چې هېڅ منډه پرې نه وه جوړه شوې.