انضمام د افغان کرېکټ لوبډلې د روزونکي له دندې استعفا وکړه

د انځور حقوق AP

انضمام الحق د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه، نوموړي د روان کال تر نوامبر مياشتې پورې له افغان کرېکټ بورډ سره رسمي تړون درلود.

نوموړي د يوه ليک په ترڅ کې د خپلې استعفا له وړاندې کولو سره د افغان کرېکټ بورډ له ادارې او لوبغاړو مننه کړې او د افغان ملي لوبډلې راتلونکي يې ښه بللی دی.

د افغان کرېکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې انضمام الحق دوی ته په استولي ليک کې ليکلي، "له افغان کرېکټ بورډ ادارې د يوې ښېګڼې غوښتنه لرم چې زما هېوادني مسوليت ته په کتنې سره زما استعفا ومني"

افغان کرېکټ بورډ د يوې غونډې وروسته د نوموړي استعفا منلې ده.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر شهريار خان د افغان کرېکټ له مشر شفيق ستانکزي سره په خبرو کې د انضمام الحق سره د تړون د پای ته رسولو غوښتنه هم کړې وه.

انضمام الحق به د پاکستان د کرېکټ بورډ د غوراي کمېټې مشر ټاکل کېږي.

پرون شهريار خان په لاهور کې له انضمام الحق سره ليدلي وو.

انضمام الحق چې د پاکستان خورا تکړه لوبغاړی تېر شوی، په ۱۲۰ ټست لوبو او ۳۹۸ یوه ورځنیو سیالیو کې د پاکستان لپاره لوبه کړې ده.

ورته مطالب