د ويسټ انډيزکرېکټ ټيم پاکستان کې له لوبې انکار وکړ

د انځور حقوق Getty

د ويسټ انډيز کرېکټ لوبډلې د امنيتي اندېښنو له امله پاکستان کې له لوبې کولوانکار کړى دى.

د پاکستان کرېکټ بورډ غوښتل چې د ويسټ انډير ټيم روان کال کې دوه ٢٠ اوريزه لوبو لپاره پاکستان ته لاړشي، خو اوس د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر، شهريار خان، تايد کړې ده چې د ويسټ انډيز ټيم د امنيتي اندېښنو له امله پاکستان ته له تللو ډډه کړې ده.

ده وويل "پاکستان غوښتل چې ددې دوو نړيوالو لوبو لپاره د ويسټ انډيز لوبډله پاکستان ته راشي خو هغوي ورته غاړه کېنښودله".

ټاکل شوې ده چې پاکستان به د روان کال ستمبر او اکتوبر مياشتو کې عربي اماراتو کې ويسټ انډيز سره دوه ټيست لوبې، پنځه يو ورځنۍ لوبې او دوه ٢٠ اوريزه لوبې کوي. پاکستان غوښتل چې ٢٠ اوريزه لوبې پاکستان کې شوې واى.

په ٢٠٠٩ کال کې په پاکستان کې د سريلنکا پر کرېکټ لوبډلې له بريد وروسته د نورو هېوادو ټيمونه پاکستان ته له تگ څخه ډډه کوي، له همدې امله نورو لوبډلو سره ددې ټولې لوبې دا مهال په عربي اماراتو کې کېږې.

د پاکستان کرېکټ بورډ له ډېره وخته هڅه کوي چې هېواد کې يې نړيوال کرېکټ بيا پيل شي، خو د ترورستي بريدونو دوام دا هڅې ستونزو سره مخامخ کړې دي. ۔