انضمام د پاکستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو

Image caption تر دې وړاندې انضمام الحق د افغان کرېکټ لوبډلې روزونکی و

د پاکستان کرېکټ بورډ د دغه هېواد پخوانی لوبډلمشر او د افغانستان کرېکټ لوبډلې پخوانى روزونکی انضمام الحق د پاکستان کرېکټ د غوراوي کمېټې مشر ټاکلی دی.

د نوموړي تر مشرۍ لاندې به د غوراوي کمېټې نور غړي توصيف احمد، وجاهت الله واسطي او وسيم حیدر وي.

د پاکستان کرېکټ د غوراوي کمېټې د مشر په توګه د ټاکلو لپاره د دغه هېوا د کرېکټ بورډ مشر، شهريار خان، د افغانستان کرېکټ بورډ له ادارې سره اړيکي نېولي او ترې غوښتي يې وو چې انضمام الحق د افغان کرېکټ لوبډلې د روزونکي دنده پای ته ورسوي، افغانستان له وخته وړاندې نوموړي ته د دندې پرېښودو اجازه ورکړې وه.

له افغانستان سره د نوموړي تړون د نومبر مياشتې په پای کې ختمېده.

دا لومړی ځل دی چې انضمام الحق د پاکستان کرېکټ لوبغاړو د ټاکونکي يا غوره کوونکي په توګه ټاکل کېږي.

وړاندې انضمام الحق د يوه لیک په ترڅ کې د افغان کرېکټ بورډ څخه په مننې د روزنکي په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړې چې افغان کرېکټ بورډ منلې وه.

نوموړی تېر کال د افغانستان کرېکټ لوبډلې روزونکی ټاکل شوی و، چې دې موده کې افغان لوبډلې د توپ وهنې په ډګر کې ښه پرمختګ وکړ او په تېرو شل اووريزو سياليو کې يې اتلې لوبډلې وېسټ انډيز ته ماته ورکړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراييه رييس شفيق الله ستانکزي بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، اوس به نوی روزونکي ټاکي چې دنده به يې د کرېکټ نړيوالې شورا او نورو مشهورو وېبپاڼو له خوا اعلانېږي. هر څوک چې ورته غوښتنليک ولېږي د غوراوي کمېټي ارزونې وروسته به غوره کېږي.

ورته مطالب