مصرۍ نور الشربیني د ښځینه سکواش نړیواله اتله شوه

نور الشربیني د انځور حقوق Getty
Image caption ۲۰ کلنه نور الشربیني د ښځینه سکواش نړیوالو اتلولیو تر ټولو د کم عمر اتله اعلان شوه.

د مصر د سکواش ۲۰ کلنه لوبغاړې نور الشربیني د سکواش په نړیوالو سیالیو کې پر بریتانوۍ لورا ماسارو لاسبرې او د ښځینه سکواش لوبو اتله اعلان شوې ده.

د سکواش ښځینه اتلولیو کې چې مالیزیا کې وشوې، نور تر ټولو د کم عمره اتله اعلان شوه.

نور له بریا وروسته وویل: "داسې احساس لرم چې ګني خوب وینم، هېڅ مې په ذهن کې نه راتله چې زه دې دا اتلولي وګټم".

نوموړې زیاتوي چې بریتانوۍ سیاله یې لورا "یوه پیاوړې لوبغاړې ده، چې په لوبغالي کې یې ځان ثابت کړی. ما داسې انګیرله چې ګني ما وبایلله، خو زما روزونکي زړه راکاوه چې د بایللو په فکر کې نه شم".

د انځور حقوق Getty
Image caption ۳۲ کلنې لورا ماسارو وايي: "ډېره نهیلې شوم، خو نور زړه وړونکې لوبه وکړه".
د انځور حقوق Getty

دا وايي ټول وخت په دې سوچ کې وه چې بایللي پړاوونه په یوې لویې بریا جبیره کړي.

۳۲ کلنې لورا ماسارو وايي: "ډېره نهیلې شوم، خو نور زړه وړونکې لوبه وکړه".

دا زیاتوي، که څه هم په دې سیالیو کې پاتې راغله، خو له سره به هڅه کوي چې بیا ځان بریا ته چمتو کړي.

د انځور حقوق Getty

وړانډې هم مصري نارینه لوبغاړي په اوو نړیوالو سیالیو کې ګټونکي اعلان شوي، خو نور الشربیني لومړۍ مصرۍ لوبغاړې ده چې د ښځینه سکواش لوبغاړو په اتلولو کې یې په کم عمر سیالي وګټله.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق Getty

ورته مطالب