افغانستان په ۲۰ اووريزو لوبو کې نهم او يو ورځنيو کې لسم ځای لري

د انځور حقوق iccunk

د کرېکټ نړيوالې شورا (ای سي سي) د ټېسټ لوبو، يوه ورځنيو او شل اووريزو لوبو د غوره لوبډلو نوملړ خپور کړی، چې په هغو کې په ټېسټ لوبو کې استراليا لومړی، هند دويم او پاکستان درېيم ځای لري.

د کرېکټ نړيوالې شورا د چهارشنبې ورځې د غوره لوبډلو د نوملړ له مخې په يوه ورځنيو لوبو کې استراليا لومړی، نيوزيلنډ دويم، جنوبي افريقا درېيم او افغانستان لسم ځای لري.

اي سي سي، شل اووريزو لوبو کې د غوره لوبډلو نوملړ هم خپور کړی چې نيوزيلنډ لومړی، هند دوهم او اوسنۍ اتله لوبډله وېسټ انډيز په درېيم نمبر دی. افغانستان په دغو لوبو کې له پاکستان څخه يو ځای وروسته يعنې په نهم نمبر دی.

ټېسټ لوبې

نوملړ لوبډله نومرې
۱ استراليا ۱۱۸
۲ هند ۱۱۲
۳ پاکستان ۱۱۱
۴ انګلستان ۱۰۵
۵ نيوزيلنډ ۹۸
۶ جنوبي افريقا ۹۲
۷ سريلانکا ۸۸
۸ وېسټ انډيز ۶۵
۹ بنګله دېش ۵۷
يوه ورځنۍ لوبې
نوملړ لوبډله نومرې
۱ استراليا ۱۲۴
۲ نيوزيلنډ ۱۱۳
۳ جنوبي افريقا ۱۱۲
۴ هند ۱۰۹
۵ سريلانکا ۱۰۴
۶ انګلستان ۱۰۳
۷ بنګله دېش ۹۸
۸ وېسټ انډيز ۸۸
۹ پاکستان ۸۷
‍۱۰ افغانستان ۵۱
۱۱ زمبابوې ۴۷
۱۲ ايرلنډ ۱۲
شل اووريزې لوبې
نوملړ لوبډلې نومرې
۱ نيوزيلنډ ۱۳۲
۲ هند ۱۳۱
۳ وېسټ انډیز ۱۲۲
۴ جنوبي افريقا ۱۱۹
۵ انګلستان ۱۱۴
۶ استراليا ۱۱۰
۷ پاکستان ۱۰۴
۸ سريلانکا ۹۸
۹ افغانستان ۷۸
۱۰ بنګله دېش ۷۴
۱۱ هالنډ ۶۷
۱۲ زمبابوې ۵۸