افغانستان به دنړۍ دکوچيانو لوبوکې برخه اخلي

د انځور حقوق EPA
Image caption تېر ځل افغانستان يواځې اوزلوبو کې برخه اخېستې وه.

د نړۍ د کوچیانو دلوبو دویم وار به د روان کال په سپتمبر کې په قرغزیستان کې کېږي. ددغو لوبو موخه په نړۍ کې دکوچیانو دکلتور او دودونو خوندیتوب او نورو ته پیژندنه ښودل شوې ده.

افغانستان به هم په دې لوبو کې ګډون کوي، خو لا مالومه نه ده چې په کومو لوبو کې به څومره لوبغاړي لوبیږي.

د٤٠ هېوادو لسګونه لوبغاړې به په ۲۶ بېلا بېلو دودیزو لوبو کې لوبېږي.

اوزلوبه، پهلواني،غېږنیونه،دلیندیو نه غشي وارول،داس سورو تر منځ زور ازماینه،قرغېزي شطرنج او دځینو نورو لوبو سیالۍ ترسره کېږي.

په کابل کې دقرغزیستان سفیر، عوض بیگ عبدالرزاق اوف، دې لوبو ته د چمتووالي په تړاو خبريالانو ته معلومات ورکړل.

دنړۍ دکوچیانو دلوبو دپیلولو وړاندیز په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کال کې دقرغزستان ولسمشر کړى و.

ښاغلي عبدالرزاق اوف وویل "عصري یا داوسني پېر لوبې وروستي پړاو ته رسېدلې او تر ډېره يې سوداګریزه بڼه خپله کړې ،نړیوال تر دې پورته دنورو بریالیتوبونو تمه نه شي لرلی.چې څوک دې پکې نوی ریکارډ جوړ کړي".

ددغو لوبو پیل دقرغزستان داسیک کول سمندرګي په غاړه په ۲۰۱۴ کې په لومړي وار شوی و.

هغه ځل دافغانستان په ګډون ١٥ هیوادونو دې لوبو کې ګډون کړی وو،. افغانستان تېر ځل یواځې په اوز لوبه کې ونډه اخستې وه او دریم ځای يې خپل کړی و.

دې لوبو کې به دا ځل ،دښکاري سپو ځغاسته،غشي ویشتنه، او په باز دښکار سیالۍ هم کېږي.

.