مکي ارتهر د پاکستان کرېکټ لوبډلې نوی روزونکی

د انځور حقوق Getty
Image caption مکي د پخواني پاکستاني روزونکي وقار یونس پر ځای ګومارل شوی

د سویلي افریقا میکي ارتهر د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.

نوموړی به د دوو کلونو لپاره د پاکستان لوبغاړي روزي.

میکي د پخواني پاکستاني روزونکي وقار یونس پر ځای ګومارل شوی، چې له شل اوریزو سیالیو وروسته یې استعفا وکړه.

میکي ارتهر له ۲۰۰۵ نه بیا تر ۲۰۱۰ پورې د سویلي افریقا ملي لوبډلې د روزونکي په توګه خدمت کاوه.

۲۰۱۱ کال کې نوموړي د استرالیا روزونکي په توګه دنده پیل کړه، خو له دوو کلونو وروسته له دندې ګوښه کړل شو.

د سې شنبې په ورځ پاکستان کرېکټ بورډ ویلي و، چې دوې ورځې وروسته د روزونکي حتمي نوم اعلان کوي، له دې وروسته دوی د استرالیا له سټیورټ لا سره هم رابطه وکړه، خو هغه د روزونکي پر ځای د سلاکار په توګه دنده تر سره کول خوښ کړل.

له دې مخکې پاکستان کرېکټ چارواکو د انګلستان له ګوښه شوي روزونکي پیټر مورس نه هم غوښتنه کړې وه، خو نوموړي له ناټینګم شایر سره خپل تړاو غوره بللی و.

ویل کېږي پاکستان کرېکټ بورډ وار له مخه پرېکړه کړې وه، چې دا ځل به بهرنی روزونکی په دنده ګوماري.