کریکټ: افغان لوبغاړي له حبیب بانک لوبډلې سره لوبېږي

د انځور حقوق Afghan Cricket Board
Image caption په دغو لوبډلو کې د دواړو هېوادونو د ملي لوبډلو یوشمېر لوبغاړي هم لوبېږي. افغان کریکټ بورډ دا لړۍ د روزنې او کوربتوب دواړو له پلوه ښه بولي.

نن (چارشنبه/ غوی ۲۹) د افغانستان د کریکټ پرمختیايي لوبډلې او د پاکستان د حبیب بانک لوبډلې په کابل کې خپلې سیالۍ له یوې څلور ورځنۍ لوبې پیل کړې دا سیالۍ چې د (سولې ) نوم ورکړل شوی ټاکل شوې ده چې په ترڅ کې یې ۲ څلور ورځنۍ او ۴ یو ورځنۍ لوبې ترسره شي.

کابل د کریکټ د څلور ورځنۍ لوبې شاهد دی، هغه هم له یوې داسې لوبډلې سره چې د پاکستان له اتلو لوبډلو بلل کېږي- د حبیب بانک لوبډله یادوم چې د افغانستان له پرمختیايي لوبډلې سره په لوبه بوخته ده او د کریکټ افغان مینه وال یې په ولولو سره هرکلی کوي.

یوه نندارچي ویل چې کریکټ ښه دی خلک له نادودو ګرځوي هغه له پاکستانه هم مننه وکړه چې خپله لوبډله یې افغانستان ته راواستوله.

د حبیب بانک لوبډلې یوه تن لوبغاړي امجد افریدي وویل چې د لومړي ځل لپاره د کابل په سفر راغلی ویل یې چې د کابل چاپېریال کریکټ ته جوړ دی:

''د خوشحالۍ خبره ده چې په لومړي ځل افغانستان ته راغلي یو، دلته د کریکټ لپاره ډېر ښه چاپېریال دی. دا له افغانستان سره زموږ لومړۍ لوبه ده. ''

د انځور حقوق Afghan Cricket Board
Image caption افغان کریکټ بورډ وايي دا سیالۍ به د افغان لوبغاړو روزنې ته لاره هواره کړي او د کریکټ نړیوالۍ شورا ته به جوته کړي چې افغانستان هم د بهرنیو لوبډلو ښه کوربتوب کولی شي

د افغان کریکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل چې د لوبو دا لړۍ به د راروانې میلادي میاشتې جون تر شپږمې نېټې روانه پاتې شي:

''ددغو سیالیو نن لومړۍ ورځ ده، لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه ده، د جون تر څلورمې به دوام کوي. ټولې لوبې په کابل الکوزي لوبغالي کې ترسره کېږي''.

افغان کریکټ بورډ وايي دا سیالۍ به د افغان لوبغاړو روزنې ته لاره هواره کړي او د کریکټ نړیوالۍ شورا ته به جوته کړي چې افغانستان هم د بهرنیو لوبډلو ښه کوربتوب کولی شي، چې په وینا یې په دې سره به نورې لوبډلې هم افغانستان ته راشي او په دغه هېواد کې به د کریکټ د لا غوړېدو سبب وګرځي.

د انځور حقوق Afghan Cricket Board

ورته مطالب