کرېکټ: د افغان پرمختیايي او حبیب بانک تر منځ لوبه مساوي شوه

د انځور حقوق ACB
Image caption کابل په لومړي ځل د کرېکټ په ډګر کې د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب کوي

د افغانستان کرېکټ پرمختیايي لوبډلې او پاکستان حبیب بانک لوبډلې ترمنځ لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه په کابل کې مساوي پای ته ورسېده.

دا د دوو څلور ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه وه.

د پاکستان حبیب بانک لوبډلې پچه یا ټاس ګټلی و او خپله یې د منډو جوړولو هوډ وکړ.

حبیب بانک په خپلې لومړۍ پاڼه یا اننګز کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو یې ۵۰۷ منډې جوړې کړې.

د پاکستان حبیب بانک لوبډلې لوبغاړی امام الحق د ۱۳۱ منډو په جوړولو ناسوځېدلی پاتې شوی، دغه راز نعمان انور ۱۳۰ عمران فرحت ۸۵ منډې جوړې کړې. چې د نورو لوبغاړ په پرتله ښه وځلېدل.

په لومړۍ پاڼه کې د توپ اچونې په برخه کې د افغانستان له لوري ظاهر خان ښه وځلېد او وتوانېد د سیالې لوبډلې شپږ لوبغاړي وسوځوي.

دا د افغانستان پرمختیايي لوبډلې لپاره چې نوې جوړه شوې ډېرې منډې ښکارېدې. ځکه افغان لوبډلې خپل د سر دوه لوبغاړي یو څه ژر له لاسه ورکړل. خو وروسته یې اوږدې ملګرتیاوې هم وکړې.

جاوید احمدي له ناصر جمال سره تر یوې اوږدې ملګرتیا وروسته په ۱۴۹ منډو وسوځېد. ناصر جمال بیا غبرګه سلیزه ووهله او په ۲۰۵ منډو وسوځېد. افسر ځاځي ۸۵ منډې جوړې کړې او رحمت شاه په ۸۰ منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د انځور حقوق ACB
Image caption ناصر جمال غوره لوبغاړی ونومول شو

افغان لوبډلې ټولې ۶۱۵ منډې جوړې کړې. چې په لومړۍ پاڼه کې د حبیب بانک له لوبډلې ۱۰۸ منډې مخکې شوه.

د حبیب بانک لوبډلې د سیالۍ په څلورمه ورځ د توپوهنې په دوهمې پاڼې کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې خو سیالي د ټاکلي وخت د پوره کېدو له امله مساوي اعلان شوه.

ظاهر خان بیا هم وتوانېد چې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، ناصر جمال د ۲۰۵ منډو په جوړولو سره د سیالۍ غوره لوبغاړي وټاکل شو او د کرېکټ بورډ ډالې تر څنګ د دغې ادارې له لوري ۱۰۰۰۰ افغانۍ نغده جایزه هم ورکړل شوه.

د افغان پرمختیايي لوبډلې دا وروستۍ لوبه ښيي چې افغان لوبغاړي نه یواځې په شل اووریزو او یو ورځنیو لوبو کې تکړه شوي، بلکې په څلور ورځنیو لوبو کې یې زغم او حوصله ډېره شوې او تر څنګ یې مهارتونه هم لوړ شوي دي.

د حبیب بانک لوبډله له افغان پرمختیايي لوبډلې سره د لوبو په لړۍ کې دوه څلور ورځنۍ او څلور یوه ورځنۍ لوبې کوي.

کابل په لومړي ځل د کرېکټ په ډګر کې د یوې بهرنۍ لوبډلې کوربه توب کوي.

ورته مطالب