لیونل میسي: له خپلو مالي چارو نه یم خبر

د انځور حقوق Getty
Image caption میسي وايي، یوازې د فوټبال په اړه یې فکر کاوه او له مالي چارو هېڅ معلومات نه لري

د بارسلونا او ارجنټیان فوټبال لوبغاړي لیونل میسي چې اسپانیا کې یې محاکمه روانه ده، محکمې ته ویلي د خپلو مالي چارو د مدیریت په اړه هېڅ معلومات نه لري. هغه وايي:

''ما فوټبال لوبه کوله، زه په هېڅ نه یم خبر''

میسي او پلار یې جورج چې د هغه مالي چاري پر مخ بیايي تورن دي، چې ګواکې اسپانیا ته یې د مالیو نه ورکړې له کبله۴ اعشاریه ۶ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

چارواکي وايي دوی دواړو د تصویرونو له لارې د تر لاسه شوي عاید پر سر د مالیې سپما لپاره په یوراګوای او بیلیز کې ثبت شوي شرکتونه کارولي دي.

میسي په محکمه کې د خپل پلار څنګ ته په توره دریشي کې ناست و او له هغه مخکې، چې خپله ځوابونه ورکړي، نژدې څلور ساعته یې د نورو شاهدانو څرګندونې اورېدې.

د نوموړي په خبره د ټولو مالي چارو اړوند کاغذونه یې له لوستلو پرته ځکه لاسلیک کړي، چې پر خپل پلار او هغو سلاکارانو یې باور درلود، چې د دغې چارې لپاره ګومارل شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption کبله میسي و نه توانید له خپلې ملي لوبډلې سره د کوپا امریکا سیالیو چمتوالي تمریناتو کې برخه واخلي

نوموړي قاضي ته وویل، ما یوازې د فوټبال په اړه فکر کاوه.

هغه له ۱۵ دقیقو لږ خبرې وکړې او ویې ویل هر کله یې چې پلار ورته پر کاغذونو د لاسلیک ویل، هېڅ ډول شک او شبه یې پکې نه کوله.

محاکمه په سې شنبه پیل شوه او ګومان کېږي، پنجشنبه به یې وروستۍ ورځ وي، خو داسې تمه نه شته، چې له راتلونکې اونۍ مخکې به په دې اړه کومه پرېکړه وشي.

د محاکمې له کبله میسي و نه توانید له خپلې ملي لوبډلې سره د کوپا امریکا سیالیو چمتوالي تمریناتو کې برخه واخلي.