کډوالو جرمني ته د کریکټ مینه هم لېږدولې

په څلورو کلونو کې جرمني کې د کریکټ د ثبت شوو لوبډلو شمېر دوه برابره شوی
Image caption په څلورو کلونو کې جرمني کې د کریکټ د ثبت شوو لوبډلو شمېر دوه برابره شوی

له افغانستان او پاکستان نه لسګونو زرو کډوالو جرمني ته له کریکټ سره خپله مینه هم لېږدولې ده. د دوی هڅه دا ده چې په نویو کریکټ لوبډلو کې لسګونه نور کسان هم وروزي.

تېز بالر له غرمې وروسته ناوخته د لمر سوځوونکو وړانګو پرضد له چترۍ نه ګټه اخلي.

د یورکشیر په زرغون کلي کې په اوړي کې ددې صحنې اټکل کېده، یا دا داسې لکه لوبه چې د کلکتې په لوبغالي وي.

خو دا نه یورکشیر دی نه کلکته، بلکې جرمني دی، چې د فوټبال تکړه لوبډله لري. دلته ګڼو خلکو د کریکټ په اړه هېڅ هم نه دي اورېدلي، خو هغه کسان چې اهمیت ورکوي، مینه ورسره لري. دلته یو ملي ټیم هم شته، خو د پاموړ بریالیتوب له کبله ډېر مشهور نه دی.

'دا لېونتوب دی'

تېر کال، لسګونه زره ځوان داسې افغان او پاکستاني کډوال جرمني ته ولاړل، چې له کریکټ سره یې ډېره مینه وه. دوی له ځانه سره د لوبو مینه هم ولېږدوله او هلته یې د پناه غوښتنې وکړې.

د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل ویلي، د کډوالو کړکېچ به دغه هېواد بدل کړي، خو د نوموړې په ذهن کې دا احتمال نه ګرځېده.

د انځور حقوق Getty
Image caption د جرمني د کریکټ فدراسیون منیجر برېن مانټل وايي 'دا لېونتوب دی!'. هره ورځ دی د کډوالو او ټولنیزو کارکوونکو غوښتنلیکونه ترلاسه کوي چې ګني دوی ته نوې ډلې جوړې کړي. جرمني د کډوالو د کړکېچ له کبله ډوبېدونکی دی:
د انځور حقوق Getty
Image caption یوه نوې لوبډله د جرمني په ختیځ بوټسن ښار کې ده.

په ۲۰۱۲ کال د جرمني د کریکټ له فدراسیون سره ۱۵۰۰ لوبغاړي او ۷۰ لوبډلې ثبت شوې وې.

نن، هلته په ۲۲۰ لوبډلو کې ۵۰۰۰ کریکټ لوبغاړي لوبېږي.

د جرمني د کریکټ فدراسیون منیجر برېن مانټل وايي 'دا لېونتوب دی!'. هره ورځ دی د کډوالو او ټولنیزو کارکوونکو غوښتنلیکونه ترلاسه کوي چې ګني دوی ته نوې ډلې جوړې کړي. جرمني د کډوالو د کړکېچ له کبله ډوبېدونکی دی:

''دوی د جرمني ژبې د درسونو په څېر د کډوالو اړوند څیزونه نه وړاندیز کوي، دوی ځان ته د درس زمینه نه غواړي. دوی پخپلو کورونو کې ناست دي او هېڅ کار هم نه کوي''.

یوه نوې لوبډله د جرمني په ختیځ بوټسن ښار کې ده.

د لوبډلې بنسټګر او روزونکی احمد ارشاد وايي: "دوی وايي دا جرمني دی: دلته هېڅ لوبغاړی کریکټ نه کوي".

"رښتیا هم زه ډېر حیران وم او دا د دوی لپاره ډېر نوی شی دی. ما خپله هڅه وکړه، هڅه مې وکړه چې دوی ته قناعت وکړم، څو ځلې مې هڅه وکړه بالاخره ددوی په پوهولو او قانع کولو وتوانېدم".

Image caption څو میاشتې وړاندې د جرمني په ختیځ بوټسن ښار کې د کډوالو د اوسېدو ځای وسوځول شو

اوس د بوټسن فوټبال کلپ دوی ته د تمرین لپاره خپل لوبغالی په کرایه ورکړی. ګول ته څېرمه یوه ډله جرمني زده کوونکي ناست دي او د پاکستاني زلمي خبرو ته غوږ دي. کله مې چې له یوې نجلۍ وپوښتل چې ایا ورباندې پوهېږې، ویې خندل او چکچکې یې وکړې.

دا یو داسې څه دي چې موږ په جرمني کې نه درلودل. خو موږ د لوبې او د نورو د کلتور په اړه یوڅه زده کولی شو. موږ دوی پخپل کلتور کې راګډولی شو او هره ورځ له هر یوه یوڅه زده کوو".

د ویلو ده چې په بوټسن کې پر دغه کلپ ډېره ګڼه ګوڼه وي. سږ کال دغه ښار د لنډ وخت لپاره له دې کبله بدنام شو، چې د یوه کډوال کور پکې د اور اچوونکي له خوا وسوځول شو. ځینو سیمه ییزو خلکو ولیدل چې هغه چیغې وهلې او وسوځېد.

نن، دلته نژدې ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي اوسېږي.

د کریکټ ګڼې لوبډلې د ښار په څنډه کې په یوه زاړه هوټل کې ځای پرځای شوې دي.

Image caption سني (منځ کې) هیله لري چې جرمني پناه ورکړي او وکړای شي جرمني کې کریکټ ته وده ورکړي

کله چې د کریکټ له لوبغاړو سره مخامخ شوم، دوی په یوه نیم فرش شوې خوب خونه کې وو او د سرو زرو مډال یې پر مېز اېښی و، ترڅنګ یې سیمه ییزې ورځپاڼې پرانیستې وې؛ په وروستیو کې ددغې ډلې د بریا په اړه رپوټونه ورکړل شوي.

یوه لوبغاړي سني راته وویل: "که چېرې زه د جرمني لپاره یوڅه وکړای شم، زه به کریکټ کې ولوبېږي او دوی ته به هغه لوبه وښیم چې مینه یې زموږ په رګونو کې بهېږي. جرمني په فوټبال کې ښه ځلېدلی دی او په کریکټ کې به هم ښه وځلېږي".

سني د کډوالو په یوه کور کې کار کوي او هلته د پناه ترلاسه کولو هیله لري.

کریکټ په جرمني کې

  • په جرمني کې د کریکټ قدامت تر ۱۸۵۸ کال پورې رسېږي
  • د جرمني د کریکټ فدراسیون په ۱۹۱۲ کال د (برلین، هامبرګ، فرانکفورټ او ډسلډورف) په ګډون له اتو ټیمونو سره جوړ شو
  • په ۱۹۹۹ کې یې د کریکټ له نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړ
  • د جرمني نارینه او ښځینه لوبغاړي په نړیوالو او کورنیو شل اوریزو لوبو کې لوبېږي
  • هلته د کریکټ شپږ لوبغالي دي: بواریا، برلین، هیسن، بډن، ورټمبرګ، د جرمني شمال او د جرمني لوېدیځ

سرچینه: د جرمني کریکټ فدراسیون

ورته مطالب