يورو ۲۰۱۶: فرانسه د روسي هڅوونکو مشر الکسندر شپریګین شړي

Image caption شپریګین د هغو ۴۳ روسي هڅوونکو له ډلې دی، چې د تېرې سې شنبې په ورځ لیل ښار ته د تلو پرمهال هغه وخت ونیول شو، چې په پام کې وه روسۍ لوبدله له سلواکي هغې سره مخامخ شي.

په پام کې ده چې فرانسه د روسي فوټبال هڅوونکو ښي اړخو سخت دریځو مشر الکسندر شپریګین له ۱۹ روسانو سره وشړي. دوی د یورو ۲۰۱۶ د اتلولۍ په درشل کې د اړدوړ له کبله شړل کېږي.

شپریګین د هغو ۴۳ روسي هڅوونکو له ډلې دی، چې د تېرې سې شنبې په ورځ لیل ښار ته د تلو پرمهال هغه وخت ونیول شو، چې په پام کې وه روسۍ لوبدله له سلواکي هغې سره مخامخ شي.

بل خوا، فرانسوي چارواکو تر ۱۲ ډېر هغه روسي هڅوونکي خوشي کړي، چې د روسیې – انګلستان ترمنځ د سیالیو په درشل کې یې نیولي وو.

خو د فرانسې قضاء د درو نورو هڅوونکو روسانو لپاره دوه کاله بند ټاکلی دی.

د مرسیلیا ښار څارنوال پریس روبان ویلي، د هغې قضیې او برید په اړه پلټنه کوي، چې په لړ کې یې دوه انګریز هڅوونکي خوږ شوي، خو شاید دوی د وژنې په هڅه کې ژوبل شوي وي.

فرانسوي چارواکو د ۶ انګریزي هڅوونکو لپاره هم د بند سزا ټاکلې ده.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق PA
د انځور حقوق Reuters

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د شنبې په ورځ به د فرانسې له نیس ښاره مسکو ته د هوا له لارې ۲۰ هڅوونکي ولېږدول شي.

دغو نیونو د روسیې حکومت په غوسه کړی، چې په لړ کې یې د فرانسې سفیر هم د ا حتجاج په توګه ورغوښتی و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اروپايي اتلولیو پرمهال تاوتریخوالی ''شرم'' ګنلی، خو وايي ''نه پوهېږم چې ۲۰۰ هڅوونکي څرنګه وتوانېدل چې د زرګونو انګریزي هڅوونکو ځینې کسان ووهي''.

ولسمشر پوتین پر روسي هڅوونکو غږ کړی چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ویلز پر وړاندې په سیالیو کې په مناسب ډول چلند وکړي.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP

ورته مطالب