افغانستان د راتلونکې میاشتې لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې

د انځور حقوق Cricket.af
Image caption د افغانستان کریکټ بورډ وايي، د راتلونکې جولای میاشتې له څلورمې تر شپږمې نېټې به افغانستان له سکاټلنډ سره دوې- یوه ورځنۍ لوبې وکړي.

د افغانستان کریکټ بورډ د ایرلنډ، هالنډ او سکاټلنډ پر وړاندې د څلور ورځنیو او یوې ورځنیو سیالیو او انټر کانټننټل کپ سیالۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کریکټ بورډ وايي، د راتلونکې جولای میاشتې له څلورمې تر شپږمې نېټې به افغانستان له سکاټلنډ سره دوې- یوه ورځنۍ لوبې وکړي.

ایرلنډ به د افغانستان د کریکټ لوبډلې کوربه وي، چې د مهال وېش له مخې به هلته د جولای پر ۱۰، ۱۲، ۱۴، ۱۷ او ۱۹ ولوبېږي.

افغانستان له سکاټلنډ سره د سیالۍ لپاره ۱۶ لوبغاړي ټاکلي چې له ایرلنډ سره به په یوه ورځنۍ سیالۍ کې هم ولوبېږي.

د انځور حقوق cricket.af

د کریکټ بورډ مشر نسیم الله دانش وویل: "شهزاد او نبي په تېرو څو کلونو کې د افغانستان لپاره ښه ولوبېدل. اوس دوی ته دا موقع ده چې په دغو سیالیو کې هم ځانونونه ښه وځلوي".

سیالیو ته غوره شوي لوبغاړي

  • محمد شهزاد
  • نور علي ځدراڼ
  • جاوېد احمدي
  • اصغر ستانکزی
  • رحمت شاه
  • محمد نبي
  • سمیع الله شینواری
  • نجیب الله ځدراڼ
  • راشد خان
  • میرویس اشرف
  • ګلبدین نایب
  • دولت ځدراڼ
  • حمید حسن
  • شاپور ځدراڼ
  • امیر حمزه هوتک
  • یمین احمدزی

ورته مطالب