روسۍ لوبغاړې ته لوبو کې د برخه اخیستو اجازه ورکړله شوې ده

د انځور حقوق AFP

هغې روسۍ لوبغاړې ته ریو اولمپیکس کې د برخه اخیستو انفرادی اجازه ورکړله شوې، چې د خپل هېواد ځغاستلوبغاړو ډوپینګ یا د ممنوع درملو کارولو راز یې افشا کړی و. یولییا سټیپانووا ځغاستلوبو کې د منع شویو درملو کارولو مخنیوي نړیوالې ادارې ته ویلي و، چې روسي ځغاستلوبغاړي د قوت لپاره پریمانه داسې درمل کاروي، چې ممنوع بلل کېږي.

دغه پرېکړه داسې مهال شوې چې د همدغې لانجې له کبله د روسیې ځغاستلوبو فدراسیون له بندیزونو سره مخامخ دی. د دغو بندیزونو له کبله روسي لوبغاړي ریو اولمپیک یا نورو نړیوالو لوبو کې برخه نه شي اخیستلای. خو د ځغاستلوبو نړیوال فدراسیون چارواکو ویلي، روسي لوبغاړي کولای شي په انفرادي توګه په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د روسیې پر ځغاستلوبو فدراسیون له بندیزونو لګېدو وروسته ۸۰ روسي لوبغاړو له نړیوال فدراسیونه غوښتي، چې پر دوی لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

د غوښتنلیک سپارلو لپاره د جولای څلورمه وروستۍ نېټه ټاکلې شوې او تمه کېږي، چې په اړه به یې پرېکړه د جولای میاشتې تر ۱۸ مې پورې وشي.

پر یولییا سټیپانووا ۲۰۱۳ کال کې د د ممنوع درملو کارولو له کبله دوه کلن بندیز لګول شوی و، خو اوس د بندیز له لرې کېدو وروسته نوموړې کولای شي اروپايي اتلولۍ او دغه راز په ریو اولمپیک سیالیو کې برخه واخلي.

سټیپانووا د اته سوه متره ځغاستې لوبغاړې ده. هغې او میړه یې د ځغاستلوبو نړیوال فدراسیون ته په دې اړه معلومات ورکړي وو، چې روسي لوبغاړي په پریمانه کچه ممنوع درمل کاروي.

له دغو تورونو وروسته د 'واډا' څېړنو وښووله، چې روسي لوبغاړي دغه ډول درمل کارووي.

له هغه وروسته د ځغاستلوبو د فدراسیونونو نړیوالې ټولنې د روسي غړیتوب وځنډاوه. دغه سازمان د سټیپانووا ستاینه کړې وه، چې وايي له ممنوع درملو پرته یې د ځغاستلوبو لپاره مهم رول لوبولی.