وېلز لومړی ځل د اروپا فوټبال اتلولۍ نيمه پايلوبه کې

د انځور حقوق PA

د اروپا د ۲۰۱۶ کال فوټبال اتلوليو منځلوبه کې وېلز لوبډلې بلجيم ته درې- يو ماته ورکړه او نيمه پايلوبو ته يې لار وموندله.

د اروپا د مشهورو کلبونو له لوبغاړو څخه جوړې شوې د بلجيم لوبډلې پيل په زړه پورې و او د وېلز پر لوبډله يې د ګول کولو هڅه کوله. د لوبې پر ۱۳ دقيقه کې د بلجيم نينګولن په دې وتوانېد چې د وېلز پر وړاندې يو په زړه پورې ګول وکړي.

د بلجيم لوبډلې د ګول سربېره، وېلز ښه لوبه کوله او د مقابلې لوبډلې پر ګول يې څو ځله بريدونه وکړل. د لوبې په ۳۱ دقيقه کې لوبډلمشر ايشلي وليم په دې وتوانېد چې يو ګول وکړی او د لوبې لومړۍ نيمايي ۱ -۱ مساوي پای ته ورسېده.

د لوبې په دوهمه نيمايي په ۵۵ دقيقه کې د وېلز رابسن کانو ګول وکړ او لوبه يې دوه- يو مخ ته بوتله.

دا لومړی ځل دی چې وېلز په دې ډول لوی ټورنمېنټ کې نيمه پايلوبو ته لار مومي.

د وېلز لوبډلې روزونکی کرېس کولمن وايي، "د دغه ډول شېبو په اړه هر څوک خوبونه ويني، زما په اند موږ بختور يوو چې د خوښۍ داسې شېبې مو په برخه شوې، لوبډله مو پياړوړې ده او د مينه والو ملاتړ هم برياوو کې مهم وو، وېلز کې د فوټبال راتلونکې لپاره دا يوه ستره لاسته راوړنه ده".

د وېلز بله لوبه راتلونکې چارشنبې (۶ جولای) د پورتګال سره ده.

ورته مطالب