اروپايي فوټبال اتلوليو کې لومړی ځل جرمني ايټاليا ته ماته ورکړه

د انځور حقوق GETTY IMAGES

په فرانسه کې د روانو اروپايي فوټبال اتلوليو د منځلوبو په درېيمه لوبه کې جرمني د پېنلټيو پړاو کې ايټاليا ته ۶ -۵ ماته ورکړه او نيمه پايلوبو ته يې لار ومونده. د اضافي وخت له پای ته رسېدو وروسته هم لوبه ۱ – ۱ مساوي وه، خو په پېنلټو کې جرمني ايټاليا ماته کړه.

د جرمني روزونکی اوليور بيرهوف ټينګار کوي چې لوبډله يې د بېګانۍ سيالۍ غوره اړخ و او وايي کولی شي دغه اتلولي وګټي. تېر ځل جرمني په ۱۹۹۶ کې اروپايي اتلولي ګټلې وه.

دواړو لوبډلو په پنځو پېنلټيو کې دوه دوه ګولونه ونشوای کړای، چې له امله يې لوبه بل پړاو ته ولاړه، دواړو لوبډلو نهه نهه پېنلټۍ وکړې چې جرمني شپږ او اټاليا پنځه ګولونه وکړل.

د جرمني له لوبډلې ميسو اوزل، شوان سټايګر او تامس ملر د پېنلټو پر مهال ګول ونشوای کړای او بلخوا د ايټاليا له لوبډلې ليورناډو بنوچي، ګرازينو پيلا، سيمون زازا او مټيو ډارمين د پېنلټۍ پر مهال په ګول کولو و نه توانېدل.

دا لومړی ځل دی چې جرمني د اروپا په اتلوليو يا نړيوالو لوبو کې ايټاليا ته ماته ورکوي، له دې وړاندې په اتو لوبو کې ايټاليا څلور ځله لوبه ګټلې او څلور ځله مساوی پای ته رسېدلې وه.

د لوبې په لومړۍ نيمايي کې هېڅ کومه لوبډله په دې و نه توانېده چې ګول وکړي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
د انځور حقوق EPA
Image caption په لوی شمېر جرمنيانو دغه لوبه په ژوندۍ بڼه ليدله

په دوهمه نيمایي کې په ۶۴ دقيقه کې د جرمنی ميسو اوزل ګول وکړ او د دغې لوبډلې بخت يې پرانيست. له لومړي ګول وروسته جرمني ته د دوهم ګول يوه ښه موقع هغه مهال په لاس ورغله چې ګومز د ګول کولو هڅه وکړه خو د ايټالیا لوبډلې ګول ساتونکي يې دفاع وکړه.

د ايټاليا لپاره لومړی ګول ليونارډو بنوچي وکړ او لوبه يې مساوي کړه.

د اروپا فوټبال روانو سياليو کې د جرمنی غوره لوبغاړی سيمي قديرا د لوبې په پيل کې له ټپي کېدو وروسته له لوبې ووت او پر ځای يې شوان سټايګر لوبغالي ته راغلی.

د جرمني راتلونکې لوبه به پنجشنبې په ورځ وي.

ورته مطالب