کرېکټ‌:‌ افغان لوبډلمشر وايي‌ ایرلنډ‌ ته ماتې ورکولی شي

د افغانستان ملي‌ لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي بي بي‌ سي‌ سره خبرو کې وویل لوبډله یې کولای شي ایرلنډ‌ ته ماتې ورکړي.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ نن د ایرلینډ په بلفاسټ کې پيلیږي او نهه ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان لوبډله له سکاټلنډ څخه د لوبې تر ګټلو وروسته ایرلینډ ته خوځېدلې او په تېرو څو ورځو کې لوبغاړو هم تر ډېره هلته تمرینونه کړي او له لوبغالي سره بلد شوي دي.

افغانستان په دې وروستیو کې ښه ځلېدلې، خو د ایرلینډ تجربه کاره لوبډله هم ترې کمه نه ده او د ډېرو په باور دواړه لوبډلې سره برابرې بلل کیږي.

افغان لوبغاړي ښايي له لوبغالي سره د نابلدۍ او هم د کوربه هېواد د ډېرو نندارچیانو تر اغېز لاندې وي، خو بیا سیاله ډله یې ښايي د افغانستان د وروستیو بریاوو تر اغېز لاندې وي.

د افغانستان په لوبډله کې د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ یو شمېر نوي ځوانان هم ډېر ښه ځلېدلي دي چې په راتلونکې کې ښايي ډېره تکیه پرې وشي.

افغانستان وړاندې تر دې سکاټلنډ ته په خپل کور کې ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ اتلولي هم خپله کړې ده.

ورته مطالب