لومړي الیکترونیکي لوبغاړي سره د مانچسټر یونایټیډ هوکړه

د انځور حقوق

مانچسټر سټي فوټبال لوبډلې له یوه نوي ځوان لوبغاړي سره هوکړه کړې، خو دا داسې لوبغاړی دی، چې هېڅلکه به هم پښه د لوبغالي پر غولي نه کېږدي.

کیز به د ۱۸ کلن کیران پر ځای لومړي ځل لپاره د الیکترونیکي لوبغاړي په توګه لوبه کې شامل شي.

دغه لوبغاړی به په برېښنايي لوبو سیالیو کې د مشهور فیفا کمپیوټري ګیم برخه شي او بریښنايي لوبو سیالیو کې به د دغې لوبډلې استازیتوب کوي.

پریمیرلیګ سیالانو کې ویسټ هام لوبډلې مې میاشت کې خپل لومړنی فیفا لوبغاړی سین ډارګون الین د لوبې ډګر ته مخکې کړ او یو شمېر نور مخکښ کلبونه هم غواړي دغې سیالۍ کې برخه واخلي.

د مانچسټر سټي لوبډلې د رسنیو او نوښت برخې مرستیال مشر ډیاګو ګیګلاني وايي:

د برېښنايي لوبې اوس مینه وال په ډېرېدو دي او زموږ کلب هم اوس دا مناسبه بولي، چې د دغو لوبو برخه شي او هغو مینه والو ته نږدې شي، چې غواړي فیفا برېښنايي ګیم کې د مانچسټر سټي په توګه برخه واخلي.

موږ به برېښنايي لوبو کې ډېر حضور ولرو، په ډیجیټل چېنلولو کې به زیات مواد ولرو او له مینه والو سره به په سیالیو کې نور هم نژدې شو.

د فوټبال مینه والو کې نن سبا په برېښنايي لوبو کې د برخې اخیستو مینه مخ په ډېرېدو ده.