د اروپا فوټبال سياليو پايلوبې لپاره امنيتي تدبيرونه ټينګ شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption فرانسه کې تر دې وړاندې امنيتي ساتونکي په دندو بوخت خو د پايلوبې په موخه نوي ۵۰۰۰ پوليس ګورمال شوي دي

د اروپايي فوټبال اتلوليو پايلوبه وروسته د فرانسې او پورتګال تر منځ پيلېږي، د دې لوبې شاوخوا مهمو ځايونو د امنيت ټينګولو په موخه له ۵۰۰۰ زيات نوي پوليس ګومارل شوي.

چارواکي وايي د فرانسې د فوټبال لوبغالي سربېره د ايفل ټاور او ځينو نورو مشهورو ځايونو د امنيت ساتلو په موخه هم پوليس ګومارل کېږي.

فرانسوي چارواکي وايي که چېرې دوی دغه اتلولي وګټي د لوبې ګټلو پرېډ به نه ترسره کوي.

پوليس وايي د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د تېر نومبر مياشتې له بريدونو وروسته په لوی شمېر پوځيان د پلازمېنې امنيت ساتي.

د يادولو وړه ده چې بريدګرو د فرانسې د فوټبال لوبغالي تر څنګ پر يو شمېر نورو ځايونو بريدونه کړي وو چې له امله يې ۱۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.

د اروپايي فوټبال چارواکو په وينا په نړيواله کچه شاوخوا ۳۰۰ ميليونه خلک به دغه لوبه په ژوندۍ بڼه د تلويزيون پر پرده وګوري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د فرانسې او پورتګال مينه وال د لوبې لپاره تياری نیسي

ويل کېږي ۱۳۰ رسنيو د اروپا فوټبال اتلوليو د خپرېدو حق له يو ميليارد زياتو ډالرو پېرلی دی.

د ۲۰۱۲ کال اروپايي اتلوليو پایلوبه شاوخوا ۲۹۹ ميليونه کسانو ليدلي وه چې اسپانيا په کې ۴- ۰ ايټاليا ته ماته ورکړې وه.

دغو روانو سياليو کې فرانسې پنځه لوبې ګټلې او يوه لوبه يې د سويس پر وړاندې مساوي پای ته رسولې وه. بلخوا د پورتګال دوه لوبې مساوې او پاتې يې ګټلې دي.

ورته مطالب