افغانستان له ويسټ انډيز او ايرلنډ سره ١٠ لوبې کوي

د انځور حقوق Getty
Image caption ویسټ انډیز د ۲۰۱۶ کال نړیوالو شل اوریزو لوبو اتلولي وګټله

د ٢٠١٧ کال په پسرلي او دوبي کې افغانستان لومړى له ايرلنډ سره او بيا له ويسټ انډيز سره لس يو ورځنۍ او شپږ شل اوريزې لوبې کوي چې په هند او ويسټ انډيز کې به ترسره شي.

دا لومړی ځل دی چې دغه داوړه لوبډلې به یو ورځنۍ لوبې کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر نسیم الله دانش وايي د شل اوریز نړیوالو لوبو اتلې لوبډلې ویسټ انډیز سره لوبه به د دوی مهارتونه پیاوړي کړي.

ده وویل، ویسټ انډیز په روان ۲۰۱۶ کال کې نړیوال اتل و، دوی ډېرې هلې ځلې وکړې ځکه دې ځای ته ورسېدل.

نوموړي وویل، له ویسټ انډیز ملي لوبډلې سره به د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې پنځه یوه ورځنۍ نړیوالې او درې شل اوریزې نړیوالې لوبې وکړي.

ښاغلي دانش زیاته کړه، افغانستان به د ۲۰۱۷ په مارچ میاشت کې هند کې له ویسټ انډیز سره انټرکانټننټل کپ ټیسټ څلور ورځنۍ لوبه کوي.

بل خوا، د کریکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزی وايي ''دا به له ډېرو په زړه پورې او د نړۍ له ځینو غوره لوبغاړو سره زموږ د لوبو یوه لویه لړۍ وي. موږ هیله من یو چې په شل اوریزو او یوه ورځنیو سیالیو کې ځانونه ښه وځلوو. موږ له ویسټ انډیز کرېکټ بورډ نه مننه کوو چې دې لړۍ ته یې زموږ د کوربه توب موافقه وکړه''.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، له ویسټ انډیز سره د لوبو د کره نېټو او دقیق ځای په اړه تر راتلونکو دوو-درو اونیو پورې دوی خپل مهال وېش اعلانوي.

د ۲۰۱۷ کال تر سپټمبر میاشتې پورې که افغانستان په اتو غوره لوبډلو کې راغی، نو د کریکټ ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته به افغان لوبډله لاره ومومي.

د انځور حقوق Cricket.Af

شفیق ستانکزی وايي، افغانستان باید د ۲۰۱۷ تر سپټمبر پورې ۱۴ نړیوالې سیالۍ وکړي، چې په وینا یې لس سیالۍ یې چمتو کړې او اوو نورو ته هم پلان جوړوي.

د انځور حقوق Cricket.Af

د وېسټ انډیز د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر میچل مویرهیډ وویل، دا لړۍ به زموږ کرېکټ ټیم ته له نویو لوبغاړو سره د لوبېدو تجربه وراضافه کړي''.

په پام کې ده چې د کرېکټ دا سیالۍ د راتلونکې جون میاشتې په نیمايي کې پیل شي.

افغانستان به راتلونکې مارچ میاشت کې هند کې له ایرلنډ سره نهه لوبې وکړي.

د ایرلنډ د کریکټ مشر روزونکي جان برېسوېل وویل: "دا به په نهو سیالیو کې د ځان ځلولو لپاره یو ښه فرصت وي. د ددواړو ډلو ترمنځ لوبې به دواړو ډلو ته نوې تجربې وروبښي، چې له هند پرته د سیالیو لپاره بل غوره ځای نه دی ټاکل شوی".

د انځور حقوق
Image caption افغانستان او ایرلنډ په وروستیو کې بلفاسټ کې د یوه ورځنیو سیالیو لړۍ پای ته ورسوله

ورته مطالب