برازیل کې د اولمپیک د مشعل غلا کولو هڅه شوې

Image caption د برازیل G1 په نامه یوه خبري وېبسایټ داسې ثبت شوې وېډیو خپره کړې ده، چې یو نامعلوم سړی د اولمپیک مشعل لېږدوونکو ته له امنیتي موانعو اوښتی او مشعل ته یې د لاس اچولو هڅه کوله.

د برازیل ساو پاولو ښار په ګاورولوسو کې امنیتي کسانو یو داسې مشکوک سړی نیولی، چې د اولمپیک د مشعل لېږدولو پرمهال یې د دغه مشعل د غلا کولو هڅه کوله.

د برازیل G1 په نامه یوه خبري وېبسایټ داسې ثبت شوې وېډیو خپره کړې ده، چې یو نامعلوم سړی د اولمپیک مشعل لېږدوونکو ته له امنیتي موانعو اوښتی او مشعل ته یې د لاس اچولو هڅه کوله.

مشکوک غل نیول شوی او د مشعل لېږدوونکې ډله مخته تللې ده.

د اولمپیک سیالیو له پیلېدو یوه ورځ وړاندې به راتلونکې میاشت پر څلورمه نېټه یو دي جنیرو ته له لېږدولو وړاندې د اولمپيک مشعل په ساو پاولو ښار کې پاتې شي.

په پام کې ده چې د اولمپیک سیالۍ د اګست میاتې له پنځمې نېټې تر ۲۱ پورې دوام وکړي.

برازیل کې د اولمپیک سیالۍ داسې مهال پیلېږي، چې دغه هېواد له اقتصاډي کړکېچ سره مخامخ شوی دی.

په ځینو اروپايي هېوادونو کې د بریدونو له کبله برازیل کې هم د ممکنه ناامنیو راتلو وېره شته.

پر دې سربېره، هلته د سیاسي بې ثباتۍ ترڅنګ د (زیکا) په نامه د ویروس خپرېدو وېره هم شته.

ورته مطالب