د جرمني فوټبال لوبډلمشر باستیان شواینستایګر تقاعد اعلان کړ

د انځور حقوق
Image caption لویه هیله مې جرمني ته د هغې بریا راوړل و، چې له ۱۹۹۶ وروسته موږ ورنه بې برخې یو. باستین شوانستایګر

د جرمني فوټبال لوبډلمشر باستین شواینستایګر له نړیواله فوټباله تقاعد اعلان کړ. نوموړی چې مانچسټر یونایټیډ لوبډله کې د میډفیلډر ( منځنی ډګر ساتونکی ) په توګه لوبیده ۲۰۱۴ کال کې د برازیل نړیوال جام سیالیو بهیر کې د ګټونکې لوبډلی غړی و.

شواینستایګر د جرمني له لوري تر ټولو ډېرو لوبو کې برخه اخیستونکی څلورم لوبغاړی دی، چې ۱۲۰ لوبو کې یې برخه اخیستې. له ده مخکې لوتر میتواس ۱۵۰ میراسلوو کوزې ۱۳۷ او لوکس پډولسکي د ۱۲۹ لوبو برخه وال وو.

د تقاعد د اعلان پر مهال نوموړي وویل:

''داسې ښایسته او بریالۍ شېبې مې لرلې، چې نه شم کولای بیان یې کړم''

نوموړي ۲۰۰۴ کال کې نړیوال فوټبال لوبو کې برخه اخیستل پیل کړل. دغه راز هغه په اروپايي سیالیو کې د جرمنی له لوري تر ټولو ډېرو ۱۸ سیالیو کې ولوبید.

هغه وايي ''لویه هیله مې جرمني ته د هغې بریا راوړل و، چې له ۱۹۹۶ وروسته موږ ورنه بې برخې یو.''

د بایرن مونیخ دغه پخوانی لوبغاړی وايي، ''د ۲۰۱۴ کال نړیوالو سیالیو کې له بریا وروسته موږ له تاریخي او احساساتي پلوه دومره څه تر لاسه کړل، چې په خپل مسلکي ژوند کې یې بیا نه شم تکرارولای، له همدې کبله له لوبې د لاس پرسر کېدو لپاره دا مناسبه او سمه پرېکړه ده، د راتلونکي غوراوي پړاو او ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالیو لپاره زما نیکې هیلې له لوبډلې سره دي.''