ريو ۲۰۱۶: د سوريايۍ کډوالې ارمان

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption يسرا ماردیني سوريايۍ پېغله ده چې په اولمپيک لوبو کې به برخه اخلي

په نړۍ کې داسې خلک شته چې موږ نه غواړو د هغوی پيروي وکړو او يا هم د هغو په څېر ژوند وکړو، خو په دې سربېره د دوی له کړنو، شخصيت او هڅو ډېر څه زده کوو، چې څنګه له يوه ناوړه بشري حالت نه غوره انسانيت راوباسو.

د سوريې پېغله يسرا ماردیني به له خپلو ملګرو سره ګرځېده او مبایل به يې کاراوه.

يسرا په سوريه کې له خپلې مور پلار او دريو خويندو سره اوسېده، او په منظمه توګه به د جمناسټيک کلب ته تله او له لامبو سره يې مينه درلوده. کېدای شوای چې يوه لويه لامبوزنه شي خو دغه مهال د سوريې کورنۍ جګړه پيل شوه.

په سوريه کې د کورنۍ جګړې له پيلېدو وروسته د خوښۍ او خوشالۍ وخت پای ته ورسېد، ځای يې تاوتريخوالي ونيو چې تر دې مهاله پورې روان دی.

يسرا ماردیني ژوندۍ وه، خو له ژونده يې خوند نه اخيست، سوريه کې يې کور په هوایي بريد کې ړنګ شو چې له امله يې دا او کورنۍ یې اړ شول چې بل ځای ته کډه شي – د سوريې پلازمېنې دمشق په هغه لامبوځای کې چې دې په کې لامبو زده کوله، چت يې د هوايي بريد له امله ړنګ شو، اوس دې يوازې اوبو ته کتلی شوای خو په کې لمبېدلی نشوای.

۱۸ کلنه یسرا وایي، دا خبره شوه چې د فوټبال یو تکړه لوبغاړی په هوايي بريد کې وژل شوی و او په وینا یې نور یې دغه حالت نشوای زغملای.

يسرا يوزاې دوې لارې درلودې، لومړۍ دا چې له هيلې پرته په خپل وطن کې پاتې شي او يا هم د خپل خوب پوره کولو لپاره له هغه ځايه ووځي.

يسرا وويل "کېدای شوای زه پر لاره وژل شوې وای، خو ما داسې فکر کاوه چې زه په خپل هېواد کې له وړاندې مړه يم او هېڅ هم نه شم کولی".

د کورنۍ جګړې له پيلېدو څلور نيم کاله وروسته د ۲۰۱۵ کال د اګست پر ۱۲مه يسرا له خپلې مشرې خور ساره، د پلار د دوو تره زامنو او نورو کډوالو سره له سوريې ووتل.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption ۱۸ کلنه یسرا وایي، دا خبره شوه چې د فوټبال یو تکړه لوبغاړی په هوايي بريد کې وژل شوی و او په وینا یې نور یې دغه حالت نشوای زغملای

يسرا، خپل مورپلار او کوچنۍ خور سره خدای پاماني وکړه او د بيروت پر لوري وخوځېدل چې دا يې د ۲۵ ورځني سفر لومړی منزل و.

يسرا بي بي سي ته ويلي و "بې له شکه زه د خپل ځان او خور د ژوند په اړه اندېښمنه وم، زه له دې امله هم ډارېدم چې، زما د خور برښلیک به څه وي يا زموږ دواړه راتلونکی به مې څه وي؟"

د دغې اندېښنو او وېرې سره سره د ترکيې جنوبي برخې ته ورسېده، دلته په ځنګله کې يسرا څلور ورځې تېرې کړې، دې د خوراک او څښاک لپاره هېڅ نه لرل او راتلونکی يې د وسله والو قاچاق وړونکو په لاس کې و چې يوه وړه او کمزورې کښتۍ کې يې يونان ته لېږدوله.

د ژوند لپاره لامبو

دواړه خويندې دغه کښتۍ کې ژورو اوبو ته رسېدلي وې، د سمندر څپو يې کښتۍ لاندې کوله او مالګينو اوبو يې سترګې سوځولې. هره شېبه يو جدوجهد و. هغه مهال دا نه وه معلومه چې لامبو به يوه ورځ د دې ژوند بدلوي خو نن يې بايد له مرګه وژغوري.

د سفر يوزاې ۳۰ دقيقې وتلې وې چې د کښتۍ ماشين يې د ليبوس پر ټاپوګانو بند شوـ دغې کښتۍ له شپږو تر اوو تنو لېږدولای شوای، خو دا مهال ۲۰ تنه په کې سپاره وو. حالت ګواښوونکی و، د کښتۍ وزن کمول اړين و، که نه د دې وېره وه چې چپه شي.

يسرا وايي، "ما فکر کاوه چې دا زما لپاره د شرم وړ وه چې په سمندر کې ډوبه شم، ځکه زه يو لامبوزنه وم او له درې کلنۍ مې لامبو زده کوله"

کښتۍ کې سپرو ځينو کسانو سمندر ته ټوپ کړل- د دې خور ساره هم سمندر ته ورودانګل او له دې وروسته يسرا د خپلې خور له مخالفت سره اوبو ته ښکته شوه او په درې نيم ساعتونو کې يې کښتۍ يوې غاړې ته ورسوله.

له دا ډول ګڼو هڅو وروسته يونان ته ورسېده.

راتلونکی منزل

د دوی راتلونکې منزل جرمني و چې له دغه ځايه نژدې ۱۶۰۰ کيلومتره لرې دی.

يسرا له يونان څخه مقدونیا، سربيا، هنګري او اتريش ته ۲۵ ورځنی سفر پلې، د بس او اورګاډي له لارې ترسره کړ، او بلاخره په دې وتوانېده چې جرمنې ته ورسېږي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption په جرمنې کې د يسرا د اوسېد لومړی ځای د کډوالو يو کمپ و او لومړۍ پوښتنه يې د لامبو حوضونو پيدا کول وو.

په جرمنې کې د يسرا د اوسېد لومړی ځای د کډوالو يو کمپ و او لومړۍ پوښتنه يې د لامبو حوضونو پيدا کول وو.

په جرمنې کې یوه مصري ژباړونکي دواړه خويندې د برلين يوه پخواني حوض ته ورسولې. په دې اړه يسرا وايي د لامبو د حوض څېښتن زموږ د تمرين ننداره وکړه او موږ ته د نور تمرين راکولو لپاره راضي شو.

د يسرا روزونکي د څلورو اوونيو تمرين وروسته د ۲۰۲۰ کال د توکيو اولمپيک سياليو کې د ګډون پلان جوړ کړ خو د اولمپيک نړیوالې کمیټې د روان کال په مارچ مياشت کې د اعلان وکړ چې دا ځل به په اولمپيک سياليو کې د کډوالو یوه ځانګړې لوبډله برخه واخلي چې د ټولې نړۍ د کډوالو لپاره يې يوه نوې هيله راوټوکوله.

د روان کال مارچ مياشت کې د اولمپيک نړيوالې کمېتې د کډوالو په ۴۳ کسیزه ډله کې د ماردینې د شامېلېدو اعلان وکړ چې له دې وروسته د جاپان، امریکا او اروپا خبريالانو د یسرا له روزونکي سره اړيکي نيول پيل کړل او غوښتل يې چې له ماردیني سره مرکه وکړي، چې له امله يې يو ځل روزونکي خپل موبايل يخچال ته وغورځاوه.

د ريو اولمپيک ساليو له پيل دوې مياشتې وړاندې یسرا ته د اولمپيک نړيوالې کمېټې له خوا يو برېښناليک راغی چې دا کولی شي په اولمپيک سياليو کې برخه واخلي. د دې له اورېدو سره نوموړې ډېره خوشاله شوه.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption په جرمنې کې د يسرا د اوسېد لومړی ځای د کډوالو يو کمپ و او لومړۍ پوښتنه يې د لامبو حوضونو پيدا کول وو.

د جرمني اېلاېټ سپورټ ښوونځی د یسرا ملاتړ کوي او په ورځ کې دوه ځله تمرين کوي، نوموړې سهار وختي شپږ بجې تمرين ته ځي او ماښام اته بجې بېرته ترې راستنېږي.

د یسرا روزونکی وايي، یسرا په ډېره مينه تمرین کوي، پلار يې له خپلې لور سره په برلين کې اوسېږي، دی وايي لور يې له خپلې هيلې سره ژوند کوي.

یسرا وايي "په اوبو کې احساس بل ډول دی، انسان ټولې ستونزې او مشکلات له ځانه لرې کوي، دا زما لپاره يوه بېله نړۍ ده"

لامبو د دې ژوند دی په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې یسرا وويل "دا زما لپاره له دې هم لويه خبره ده، دا زما مينه ده، زما ژوند دی دا نه شی بيانېدلی، دا زما د ژوند تر ټولو ارزښتناک او ګرانبيه څيز دی، دا زما په زړه کې دی او زه غواړم څه ترې تر لاسه کړم"