شپږیزې سیالۍ: د مس عینک لوبډلې زړه راښکونکې لوبه

د انځور حقوق cricketaf

د شپږیزې سیالیو په دویمه ورځ مس عینک لوبډلې د بست ساتونکو لوبډلې ته او کابل بازانو سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړې.

کابل بازانو دویمه بریا خپله کړه، خو سپین غر بیا خپله پرله پسې دویمه لوبه هم بایلوده.

د کرېکیټ ۲۰ اوریزو 'شپږیزو' سیالیو په دویمه ورځ لومړۍ لوبه د مس عینک او بست ساتونکو لوبډلو تر منځ وشوه.

بست ساتونکو خپلې سیالې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د مس عینک لوبډلې پرانیستونکو یا اوپنرانو لوبغاړو نورعلي ځدراڼ او پاکستاني لوبغاړي کامران اکمل بریدګرې لوبې، هېڅ توپ اچونکی په کرار پرېنښود.

د انځور حقوق cricketaf

نور علي ځدراڼ د پنځو شپږیزو او اتو څلوریزو په مټ ۸۹ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

کامران اکمل بیا ۱۱ څلوریزې ووهلې او ۶۰ منډې یې جوړې کړې. احسان الله هم ډېره چټکه لوبه وکړه او په ۱۶ توپونو یې ۴۱ منډې جوړې کړې.

د مس عینک لوبډلې د دوو لوبغاړ له لاسه ورکولو وروسته ۲۱۰ منډې جوړې کړې. چې ددې سیالیو په لړ کې د یوې لوبډلې له خوا تر ټولو ډېرې جوړې شوې منډې دي.

د بست لوبډلې دغه هدف پوره نه شو کړای او په ټاکل شویو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۸ منډې جوړې کړې. د بست لپاره شاهدالله ۵۳ منډې وکړې.

نورو لوبغاړي د ډېرو منډو په جوړولو بریالي نه شول. دې سره مس عینک لوبډلې دغه لوبه د ۵۲ منډو په توپیر وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی هم نور علي ځدراڼ وبلل شو.

د انځور حقوق cricket.af

دویمه لوبه چې د ماسپښین په دوو بجو پیل شوه سپین غر او کابل لوبډلې پکې سره مخامخ شوې.

سپین غر لوبډلې لومړی منډې وکړې او د نهو لوبغاړ په له لاسه ورکولو یې ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

راشد خان او پاکستاني لوبغاړي محمد سمیع د سپین غر لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.

خو د کابل بازانو د سر لوبغاړي شهزاد محمدي ډېره ښه لوبه وکړه، شهزاد د ۷۷ منډو په جوړولو سره وسوځید. هغه ۶ شپږیزې او ۴ څلوریزې ووهلې.

کریم جنت ۳۱ منډې وکړې او په دې سره کابل بازانو خپله دویمه لوبه وګټله او سپین غر پړانګانو بیا خپله دویمه پر له پسې لوبه بایلوده.