شپږیزه کرېکټ سیالۍ: بند امیر او امو د وروستیو لوبو بریالۍ لوبډلې وې

نن اګست ۱۱ مه د شپږیزې کرېکټ سیالیو په لړ کې په لومړۍ لوبه کې د بند امیر او بست لوبډلو سیالي سره وکړه.

بند امیر لوبډلې لومړی منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۴۷ منډې جوړې کړې. د بند امیر لوبډلې لپاره ابراهیم ځدراڼ ښه لوبه وکړه او ۵۳ منډې یې جوړې کړې.

نسیم بړیڅ بیا د ۲۵ منډو په ورکولو سره درې وېکټې واخیستې.

د بست لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای او د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یې ۱۴۳ منډې جوړې کړې.

دې سره بند امیر لوبډلې د نن ورځې لومړۍ لوبه د څلور منډو په توپیر وګټله.

دویمه لوبه د آمو نهنګانو او مس عینک اتلانو ترمنځ وه.

آمو نهنګانو د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۵۸ منډې جوړې کړې. فضل نیازي د آمو لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

خو د مس عینک لوبډلې چې پرون یې ډېره ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه، نن ښه لوبه ونه شوای کړای او ټول لوبغاړي یې یواځې په ۱۱۵ منډو وسوځېدل.

شرف الدین اشرف د ۱۶ منډو په ورکولو سره د مس عینک لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

دغه لوبه د آمو لوبډلې د ۴۳ منډو په توپیر وګټله.