په هرات کې د کرېکټ نوې اکاډمي پرانيستل شوه

Image caption د کرېکټ دغه اکاډمي څه موده مخکې جوړه شوې وه خو د پرانستنې رسمي مراسم یې نن ترسره شول

د هرات د کرېکټ نوې اکاډمي نن (۳ اګست) په رسمی توګه د افغانستان د کرېکټ بورډ د چارواکو له خوا پرانيستل شوه.

کرېکټ د افغانستان په لوېدیځ کی پخوا پېژندل شوې لوبه نه وه خو په دې ورستیو کلونو کی یې مینه وال په دغه ولایت کې خورا ډېر شوي دي.

د کرېکټ دغه اکاډمي څه موده مخکې جوړه شوې او د کرېکټ د مینه والو لپاره یې د تمرینونو زمینه برابره کړې وه، خو د پرانستنې رسمي مراسم یې نن ترسره شول.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرايیوي مشر شفیق ستانکزي چې په دغه مراسمو کې یې ګډون کړی و د هرات له سیمه ایزو چارواکو وغوښتل چې په دې ښار کې د کرېکټ یو معیاري ډګر هم جوړ کړي.

ښاغلي ستانکزي وویل، په هرات کی به کرېکټ روښانه راتلونکی ولري.

نوموړی وايي دلته ډېر ځوانان شته، "زموږ له سروې معلومېږي دلته والدین چی د اولادونو په روزنه او راتلونکي جوړونه کې ډېر مهم لري، دې ته لیوال دي چی خپل اولادونه لوبو ته وهڅوي".

Image caption په دې وروستيو کې په هرات کې د کرېکټ مينه وال ډېر شوي ډي
د انځور حقوق ACB

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه "لرې به نه وي چې موږ به له هراته ډېر تکړه کرېکیټران ولرو"

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وایي چی اوس یې هڅه دا ده چی د افغانستان په ولایتونو کی د کرېکټ د دودولو لپاره ځانګړي ګامونه واخستل شي.

د کرېکټ بورډ اجرايیوي مشر ښاغلي ستانکزي وویل چی په بېلابېلو ولایتونو کی به سیمه ايیز چاوراکي وهڅوي چې معیاري ډګرونو د کرېکټ لپاره جوړ شي.