برازيل کې د پارالمپيک سيالۍ پيل شوې

د انځور حقوق All Sport
Image caption د پارالمپیک لوبو پرانيسته غونډه چې په ميراکانا لوبغالي کې ترسره شوه

د برازيل په ريو ښار کې چهارشنبه (۷ اګست) د ۲۰۱۶ کال پارلمپيک سيالۍ له يوې په زړه پورې نندارې وروسته پيل شوې.

د دغو سياليو د ليدلو لپاره لوبغالي ته زرګونه خلک ورغلي وو او دې سره د نړۍ ګوټ ګوټ کې په ميليونونو کسانو ژوندۍ بڼه پر تلويزيونو ليدلې.

د پارلمپيک سيالۍ له پيلېدو وړاندې د ټکټونو د لږ پلور، کمې مرستې او د روسيې پر لوبغاړو د بنديز له امله دغه سيالۍ له ستونزو سره مخ وې.

د پارالمپیک لوبو پرانيسته غونډه چې په ميراکانا لوبغالي کې ترسره شوه شاوخوا څلورنيم زره لوبغاړي د زرګونو مينه والو پر وړاندې مارش ترسره کړ.

افغان لوبغاړي هم په دغو سیاليو کې د برخې اخيستو په موخه برازيل ته تللي. په دغو کې يو معلول لوبغاړی محمد نعيم درانی او پنځه تنه نور يې همکار ملګري دي.

د افغانستان د پارالمپیک ټولنې مشر مجتبی خالقيار وايي افغان لوبغاړي د نېزه بازۍ سيالۍ کې د ګډون لپاره ښه چمتووالی کړی او هيله يې ښودلې چې لاسته راوړنه به ولري.

د افغانستان د پارالمپیک فدارسيون ۱۲ ورزشي څانګې لري خو چارواکي وايي، د اسانتياو د نشتوالي له امله په ۱۰ څانګو کې د په فعاليت پيلولو نه دي توانېدلي.

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۱۶۰ لوبډلې چې ۴۳۰۰ تنه لوبغاړي په کې دي په ميراکانا لوبغاړی کې د خپل هېواد له بيراغ سره په دغه پرانيسته کې برخه واخيسته.

د پارالمپيک سيالیو پر لومړۍ ورځ بريتانيا د پنځو سرو زرو مډالونو په ګډون ټول ۱۱ مډالونه وګټل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۱۶۰ لوبډلې چې ۴۳۰۰ تنه لوبغاړي په کې دي په ميراکانا لوبغاړی کې د خپل هېواد له بيراغ سره په دغه پرانيسته کې برخه واخيسته
د انځور حقوق PA
Image caption د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۱۶۰ لوبډلې چې ۴۳۰۰ تنه لوبغاړي په کې دي په دې سياليو کې برخه اخلي

د بايسکل ځغلونې په برخه کې ډېم سارا سټورې د سرو زرو ۱۲ مډال خپل کړ، نوموړې د بريتانيا هغه لوبغاړې ده چې د سرو زرو ډېر مډالونه يې ګټلي دي.

د بريتانيا لوبغاړي پيرسن په تېرو څلور پارلمپيک سيالیو کې ۱۲ مډالونه ترلاسه کړي چې په هغو کې دوه د سرو زرو دي.

د بايسکل ځغلولو په برخه کې سټو بېټ له اډم ډوګلبي او مېګن ګېګليا د سرو زور مډالونه وګټل.

په دغو سياليو کې تر دې دمه چين د سرو زر اوو مډالونو په ګټلو سره لومړی، بريتانيا دويم او ازبکستان په درېيم نمبر دی.

د پرانيستې مراسمو لپاره ۵۰ زره ټکټونه د پلورلو لپاره چمتو شوي وو چې لا تراوسه يې ۱۰۰۰ پاتې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اوکراين لوبډله

د دغو سياليو پرانيسته درې ساعته دوام درلود چې په هغو کې سندرغاړو، ميوزيک غږونکو، نڅاګرو او ځينې نورو فن کارو خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ.

د پارالمپيک سياليو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د پيسو کموالی دی- د برازيل اقتصاد له ستونزو سره لاس اوګريوان دی او د دغو سياليو د ټکټونو پلور له توقع ډېر کم و چې له امله يې جوړونکي د پيسو له کموالي سره مخ وو.