شاهد اپریدی سره د لوبې ډګر پر ځای میلمستیا کې په مخه ښه کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption شاهد اپریدي په هند کې د ای سي سي شل اوریزو نړیوال جام کې لوبیدل د نړیوال کرېکټ لپاره خپل وروستی فعالیت بللی

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې غړي شاهد اپریدي هغه هیله پوره نه شوه، چې غوښتل یې د یوې وروستۍ لوبې په پای کې د کرېکټ پرېښودو اعلان وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ عملیاتي چارو مشر سبحان احمد اوس ویلي، د سپتمبر په ۲۷ به یوه غونډه کې یوه داسې تګلارې تایید شي، چې له مخې به یې د نړیوال کرېکټ پرېښودونکو لوبغاړو سره په خورا درناوي مخه ښه کېږي.

له دې مخکې پاکستاني رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د پاکستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق په وړاندیز به شاهد اپریدی متحدو عربي اماراتو کې د ویسټ انډیز سره شل اوریزو سیالیو کې د لوبډلې غړی وي او له هغه وروسته به کرېکټ پرېږدي، خو اوس ویل کېږي، چې پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو دغه وړاندیز نه دی منلی.

خپله شاهد اپریدي له دې مخکې هغه رپوټونه رد کړي وو، چې ګواکې ده له یوې وروستۍ لوبې وروسته د تقاعد اعلانولو وړاندیز کړی.

د انځور حقوق AP
Image caption هم ښاغلي اپریدي ټینګار کاوه، چې لا هم نړیوال کرېکټ کې لوبېدو ته چمتو دی او هر مهال کولای شي په ډله کې ګډون وکړي

خو نوموړي منلې وه، چې د تقاعد اعلان په لړ کې د غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق سره اړیکه کې دی. شاهد اپریدي په هند کې د ای سي سي شل اوریزو نړیوال جام کې لوبیدل د نړیوال کرېکټ لپاره خپل وروستی فعالیت بللی و، خو په وروستۍ لوبه کې له ماتې وروسته هغه وویل، چې هېواد ته له ستنېدو وروسته به د تقاعد په اړه پرېکړه اعلانوي.

له هغه وروسته د انظمام په مشرۍ غوراوي کمېټې د انګلستان سره یوازینۍ شل اوریزه لوبه کې اپریدی شامل نه کړ. کله چې له ویسټ انډیز سره د پاکستان لوبېدونکې ډله کې هم د شاهد اپریدي نوم شامل نه شو، داسې وانګېرل شوه، چې د ښاغلي اپریدي نړیوال کرېکټ لوبه نوره پای ته رسېدلې.

خو دې سره هم ښاغلي اپریدي ټینګار کاوه، چې لا هم نړیوال کرېکټ کې لوبېدو ته چمتو دی او هر مهال کولای شي په ډله کې ګډون وکړي.

پاکستان کې د کرېکټ چارو یو شمېر ماهرین په دې باور دي، چې د تقاعد په اړه د خبرو بیا بیا بدلون له کبله کرېکټ بورډ چارواکي له شاهد اپریدي نه خوښ نه وو. د پاکستان کرېکټ بورډ مشر شهریارخان په څرګند ډ‌ول ویلي و، چې شاهد اپریدي ته په دې شرط شل ارویزو لوبو کې د لوبډلې مشرتوب ورکړل شوی و، چې له نړیوال جام وروسته به له کرېکټ سره مخه ښه کوي.