پرېمیرلیګ فوټبال: د پوګبا لومړی ګول او د ارسنل بری

د انځور حقوق AFP

د انګلستان پرېمیرلیګ فوټبال کې دا اوونۍ له پرېمانه ګولونو سره مله وه.

روان لوبیز کال ۷ اوونۍ وړاندې پیل شوی – لوبې به یې پخوا تر ډېره د شنبې او یکشنبې په ورځو کېدې خو سږ به ځینې لوبې د جمعې په ماښام هم ترسره کېږي. مانچېسټر سټي، یونایټېډ، ارسنل، لېورپول او ټاټنهم ټولو خپلې لوبې وګټلې.

د مانچېسټر ځواکمنه لوبډله – سټي که یونایټېډ؟

د مانچېسټر کلبونو دوه نویو روزونکو – ګارډیولا او مرینو لپاره دا اوونۍ ښه وه. مانچېسټر سټي روان لوبیز کال کې تر اوسه ۱۰ لوبې کړي – یوه یې هم نه ده بایللې. دا یې د کلب رېکارډ دی.

د انځور حقوق Reuters

تر دې وړاندې یې هېڅکله د لوبیز کال په پیل کې دومره لوبې سر په سر نه دي ګټلي.

ګارډیولا چې د نړۍ تر ټولو تکړه او ښه روزونکی بلل کېږی تر دې وړاندې د بارسلونا او بایرن میونېخ روزونکی پاتې شوی.

سټي ته له راتلو سره یې د لوبډلې بڼه بدله کړې، ډېر یې هماغه پخواني لوبغاړي دي خو مورال یې لوړ ښکاري او له انرژۍ سره لوبېږي.

پر مانچېسټر سټي لوبډلې د پېپ ګارډیولا اغېز له ورایه ښکاري او د ډېرو په ګومان ښایي د سږ لوبیز کال اتلولي وګټي.

رحیم سټرلېنګ، دي براوینا، اګوېرو او ډیوېډ سېلوا یې مهم او مرکزي لوبغاړي دي. د دوی ښه لوبېدل او تر پایه روغ پاتې کېدل به د ګارډیولا لوبډلې لپاره ښه زېری وي.

د انځور حقوق EPA

همدلته مانچېسټر کې د سټي ګاونډۍ لوبډلې یونایټېډ لپاره د سږني لوبیز کال پیل ښه و خو سټي ته یې له لوبې بایللو وروسته داسې ښکارېده چې د لوبډلې مورال ډېر ټيټ شوی. پرله پسې یې درې لوبې وبایللې.

پر لوبغاړو او نوي روزونکي جوزې مرینو نیوکې وشوې. په ځانګړې ډول د یونایټېډ پر کپټان روني او نوي پېرلي لوبغاړي پال پوګبا فشار ډېر و. يونایټېډ پر پوګبا نژدې ۱۱۰ مېلیون ډالره ولګول. ښایي د لوړې بیې فشار و چې نوموړی د پیل په لوبو کې ډېر ونه ځلېد.

خو دا اونۍ د ده وه – د تېر کال اتلې لوبډلې لېسټر پر وړاندې لوبه کې پوګبا د ابرامووېچ تر څنګ تر ټولو ښه وځلېد. دا لوبه یونایټېډ ۴-۱ وګټله او داسې ښکاری چې مورال یې بېرته پر ځای شوی وي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES

شمالي لندن کې د ځواک سیالي

د دې اوونۍ بله مهمه لوبه چې د ټولو پام وراوښتی و د شمالي لندن د دوو سیالو لوبډلو ارسنل او چلسي تر منځ وه.

چلسي د تېر لوبیز کال جدول کې ۱۲ ځای خپل کړی وو. وړم کال یې اتلولي ګټلې وه، نو ډېر ورته هک حیران وو چې څه پرې وشول.

سږني لوبیز کال لپاره د چلسي مشرانو د روزونکي دنده د اېټالیا ملي لوبډلې پخواني روزونکي انټونیو کانټې ته وسپارله. نوموړی د فوټبال نړۍ کې یو له منل شویو روزونکو ګڼل کېږي.

ارسنل بیا له ۲۰۱۱ کال راهیسې په پرېمیرلیګ سیالي کې چلسي ته ماته نه وه ورکړې. ډېرو شنونکو انګېرله چې ښايي دا اوونۍ هم د چلسي لوبډله بریالۍ شي.

ارسنل که څه هم سږ لوکاس پېرېز وپېره چې په برید کې جيرو یوازې پاتې نه شي، خو وېنګر په تېرو څو لوبو کې الېکسېز سانچېز د بریدګر په توګه لوبوي.

د انځور حقوق REX FEATURES

ښايي د هغه سرعت او د ګول وهلو ځواک د ارسن وېنګر د دې پرېکړې لامل وي.

خبره چې هر څه ده نوموړي پرې د خپل روزونکي باور پر ځای کړ. د چلسي پر وړاندې لوبه کې سانچېز، اوزېل او دفاع کې موصطافي د ارسنل ستوري لوبغاړي وو.

دې لوبه کې ارسنل درې صفر بری خپل کړ. لا خو د لوبیز کال پیل دی خو که ارسنل تر پایه هره اوونۍ وکولی شي داسې جادوګره لوبه وکړي نو ډېرو تکړ لوبډلو ته د خطر زنګ دی.

بل پلو د چلسي نوی روزونکی لېورپول او ارسنل ته د پرله پسې ماتو له امله سخت فشار لاندې دی او څښتن یې رومان ابرامووېچ له ورایه ناکراره ښکاري.

ټاټنهم او لېورپول هم روان لوبیز کال ښه پیل کړی، په ځانګړي ډول لېورپول چې تر اوسه یې دوو تکړه لوبډلو ارسنل او چلسي ته هم په اسانۍ ماته ورکړې.

د انځور حقوق EPA

د لېورپول روزونکی یورګن کلاپ بریدګره لوبه خوښوي، تېر کال نوی و خو سږ داسې ښکاري چې لوبډله یې چمتو ده او د پرېمیرلیګ اتلولي ګټلو لپاره د مهمو لوبډلو په کتار کې شمېرل کېږي.

په نورو لوبډلو کې د اېورټن لوبه په زړه پورې ده. تر اوسه یې ۶ لوبو کې ۱۳ پواینټه اخېستي او جدول کې په پنځم ځای کې ده.

د دې اوونۍ د لوبو پايلې
لوبډله ګولونه ګولونه لوبډله
مانچېسټر یونایټې ۴ ۱ لېسټر
بورن مت ۱ ۰ اېورټن
لېورپول ۵ ۱ هل
مېډلزبر ۱ ۲ ټاټنهم
سټوک ۱ ۱ وېسټ بروم
سنډرلنډ ۲ ۳ کرېسټل پالېس
سونزي ۱ ۳ مانچېسټر سټي
ارسنل ۳ ۰ چلسي
وېسټ هام ۰ ۳ ساوتهمپټن

ورته مطالب