کرېکټ: د ګټلې لوبې بایللو نور لاملونه!

د انځور حقوق

د افغانستان کرېکټ لوبغاړي د نړۍ په کچه له هرې لوبډلې سره د سيالۍ فزیکي توان لري او دا وړتیا لري چې خپل مخالف لوری په هر پړاو کې وننګوي، خو داسې تخنیکي او رواني اړخونه شته چی له امله یی افغان کرکټ لوبډله ځینې داسې لوبې بایلي، چې دوی په کې بریا ته نژدې کېږي.

د ذهني مهارتونو د زده کړې تعریف د یو فرد یا یوې لوبډلې له ذهني وړتیاوو څخه دي،چی نور غوره والي ته اړتیا لري.

د ذهني مهارتونو زده کړې په عمومي ډول د لوبغاړو فعالیت او ځان هوساینې ته وده ورکوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د تمرین پایلې د هغه مهال اندازې پورې اړه لري چې لوبغاړي یې د فکري ډاډ تمرین د ترسره کولو لپاره ځانګړي کوي

دا د ادراکي ستراتیژۍ لکه پر ځان باور، د بریالیتوب تمه او د سیالۍ د بایللو په اړه د ډار نشتوالي له لارې غوره کېدای شي.

په سیالي کونکو کسانو یا لوبډلو کې د هغو کسانو یا لوبډلو پرتله چې سیالي نه کوي، باور ډېر وي.

دوی د فشار په حالت کې د کنترول وړتیا لري.

دغه راز دوی ستونزمنو حالاتو ته د ننګونې په سترګه ګوري او د هغه مهال پر دنده تمرکز کوي.

تلوسه، مثبت چلند، هوډ، ژمنه، انګېزه او په عمومي ډول د فعالیت لوړه کچه ټول هم د دماغي مهارتونو له زده کړې سره تړاو لري.

په کرېکټ کې، بېلابېل فزیکي، تخنیکي، او ټولنیزې غوښتنې شته چې پر لوبغاړو اغېز کوي.

خو له یادو عواملو سره تر څنګ پر افغان لوبغاړو رواني ناوړه اغېزو ته او په ځانګړې توګه د لوبغاړو رواني غښتلتوب ته یا پام نه دی شوی او یا هم لږ پام ورته شوی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption له تمرین وروسته باید لوبغاړي تېرې بریالۍ تجربې بیا ژوندۍ کړي.

د رواني غښتلتوب تعریف د یو فرد یا د یو ټیم پر ځان د نه باور لرلو څخه عبارت دی.

د دې تر څنګ له روانی پلوه پياوړي لوبغاړي د ځان د کنټرول وړتیا لري، مثبت چلند کوي، له ستونزو سره د مبارزې وړتیا لري او پوهېږي چې له ننګونو سره څه ډول مقابله وکړي او څه ډول ستونزمن حالتونه کنترول کړي.

څېړنې ښيي، چې له رواني اړخه غښتلي لوبغاړي د فشار د سمبالولو او په بریالیتوب سره د هرې دندې په ترسره کولو کې اغېزمن وي.

ارام کول

  • ارام کول له لوبغاړو سره مرسته کوي، چې په کره توګه حالات تصور کړي.
  • يادښتونه لیکل: د مثبت هوډ او پایلو ليکنه.
  • وخت: د تمرین پایلې د هغه مهال اندازې پورې اړه لري چې لوبغاړي یې د فکري ډاډ تمرین د ترسره کولو لپاره ځانګړي کوي.
  • وړتیا: دا اړتيا چی د فکري ډاډ تمرین د کاروولو پر مهال لوبغاړي ځانونه وړ او بریالي تصور کړي.
  • له تمرین وروسته: لوبغاړي باید تېرې بریالۍ تجربې بیا ژوندۍ کړي.
د انځور حقوق AFP

د ذهني پياوړتيا وده

  • رواني چمتوالی: چې شخصي نظم، داسې چلند چې د لوبغاړو سره مرسته وکړي تر څو مثبت او خوشبین پاتې شي او له منفي نفوذ او یا تاثیر څخه ډډه کول په کې شامل دي.
  • تمرکز: چې د سیالیو د ګټلو لپاړه ډېر اړين دی. کله ناکله يوازې تمرکز د دوو مساوي وړتیا لرونکو لوبډلو ترمنځ توپیر وي.
  • د پارېدنې کنټرول: په دی پوهېدل اړين دي چې خپل تحریکي حالت (په لوړه کچه پارېدنه) څه ډول ارام حالت ته وګرځول شي.
  • په دې پوهېدل هم مهم دي چې څه ډول د خپګان پر مهال عادي حالت خپل کړي.
  • باور: د باور او بریالیتوب ترمنځ یوه پیاوړي اړیکه شته. افراد کولی شي چې خپل باور ته د موخو د ټاکلو او په مثبت ډول ځان سره د خبرو له لارې وده ورکړي.

د افرادو او ټیمونو د ناتوانۍ له منځه وړلو کې د مرستې لپاره د ذهني مهارتونو د زده کړې یو شمېر نور پروګرامونه هم شته.

فکري ډاډ یو بل ګټور تخنیک دی چې د راتلونکو سیالیو لپاره افغان لوبغاړي ورنه ګټه اخیستی شي.

فکري ډاډ، "داسې یوه تجربه چی د واقعي حالت تقلید کوي او له خوب لیدلو سره توپیر لري، چې په کې لوبغاړي د تصویر د جوړولو پر مهال ویښ او په هوش وی".

د باور او فعالیت د ودې لپاره پینځه بېلابېل تمرینونه شته.

د افغان کرېکټ لوبغاړو لپاره تر ټولو غوره د فکري ډاډ تمرین د تسلطي ډول انګیزې اړوند تمرین دی.

په دغه تمرین کې یو شخص خپل د تحریکي احساساتو او خپګان په بشپړ کنټرول کې د اوسېدو تصور کوي چی د فعالیت اړوند دی او په خنډونو د غلبې کولو د وړتیا او باور احساس کوي.

د تسلطې ډول انګیزې اړوند تمرین تر ټولو غوره د ذهنی مهارتونو د زده کړې د تخینکونو له ډلی څخه دی چې د ډېرو نورو لوبغاړو لخوا د بریالیتوب او په ځان د باور د زیاتولو په موخه کارول کېږی.

دغه تخنیک به له افغان کرېکټ لوبغاړو سره مرسته وکړي، ترڅو خپل کورنۍ دندې په اغېزمن ډول کنټرول کړي او د خپلو ناتوانیو له منځه وړلو په موخه له ممکنه مثبت بدلون سره ځانونه اشنا کړي.

د افغانستان د کرېکټ لوبډله څومره چی یوه روزونکی ته اړتیا لري، په هماغه کچه يوه سپورتي ارواپوه ته هم اړتیا لري.

ورته مطالب