د افغانستان او بنګله دېش تر منځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه

د انځور حقوق Getty
Image caption د ملي لوبډلې لپاره به د پوره چمتوالي زمینه برابروي افغان کرېکټ بورډ

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي په نننۍ لوبه کې ( سپتمبر ۲۸ ) پچه وګټله او بنګله دېش ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

بنګله دېش د ۹ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۲۰۸ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

بنګله دېش د افغانستان لپاره دغه هدف د ټاکلو ۵۰ اوورنو له لوبې وروسته ټاکلی.

دا دواړو لوبډلو تر منځ له دریو نړیوالو یوه ورځنیو لوبو دویمه لوبه ده، چې د بنګله دېش میرپور ښار کې تر سره کېږي.

افغانستان کپتان په دغه لوبه کې د شبیر نوري پر ځای نوروز منګل شامل کړی دی.

نوروز په نننۍ لوبه کې د اوپنر په توګه لوبه پیل کړه او د ۱۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځيد.

د انځور حقوق Getty
Image caption دا له بنګله دېش سره د افغان لوبډلې له دریو لوبو نه دویمه ده

شبیر په میرپور کې له بنګله دېش سره د لومړۍ نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې پر مهال د ۲۴ توپونو بدل کې یوازې نهه منډې جوړې کړې.

منګل د سږ کال په جنورۍ کې وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه کړې.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د ملي لوبډلې لپاره به د پوره چمتوالي زمینه برابروي چې وکولای شي ښې لاس ته راوړنې ولري.

د افغان کرېکټ بورډ مسولینو په وینا دوی هڅه کوي چې له ځینو نورو هېوادونو سره هم لوبې برابرې کړي.

اړونده مطالب