کرېکټ: بنګله دېش له افغانستانه د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption بنګله دېش د نړيوالو يو ورځينو سياليو په جدول کې په اووم او افغانستان په ۱۰ نمبر دی.

د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ لوبډلو تر منځ د دريو يو ورځينو سياليو د لړۍ وروستۍ لوبه کوربه هېواد بنګله دېش په ۱۴۱ مندو وګټله.

د نننۍ لوبې پچه بنګله دېش ګټلې وه، لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۲۸۰ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پيل د بنګله دېش لپاره ښه و. د دغې لوبډلې د پيل توپ وهونکي تميم اقبال سليزه بشپړه کړه او په ۱۱۸ توپونو يې ۱۱۸ مندې جوړې کړې خو په پای کې محمد نبي وسوځاوه.

پر ده سربېره صابر رحمان ۷۹ توپونو کې ۶۵ او محمدالله په ۲۲ توپونو کې د ۳۲ منډو په جوړولو ښه لوبه وکړه.

په افغان توپ اچوونکو کې محمد نبي، رشيد خان او ميرويس اشرف دوې دوې وېکټې واخيستې.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption که چېري بنګله دېش دغه سيالي وبايلي نو د نړيوالو يو ورځينو سياليو په جدول کې به اتم نمبر ته راښکته شي

د توپ وهنې په برخه کې د افغان لوبډلې د پيل توپ وهونکی شهزاد محمدي په دې و نه توانېد چې په اوو توپونو کومه منډه جوړه کړې او وسوځېد.

له افغان لوبډلې رحمت شاه په ۷۳ توپونو ۳۶، نوروز منګل په ۳۸ توپو ۳۳ او نجيب الله ځدران په ۱۹ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې.

د بنګله دېش له لوبډلې مشرف حسين درې او تسکين احمد دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

نننۍ لوبه په نړيوالو يو ورځنيو سياليو کې د افغانستان ۷۰ او د بنګله دېش ۳۱۵ مه وه. افغانستان ټولې ۳۵ لوبې ګټلې او يوه يې بې نتيجې وه خو بلخوا بنګله دېش بيا ۱۰۰ ګټلې او ۲۱۴ يې بايللې دي.

بنګله دېش د نړيوالو يو ورځينو سياليو په جدول کې په اووم او افغانستان په ۱۰ نمبر دی.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption نننۍ لوبه په نړيوالو يو ورځنيو سياليو کې د افغانستان ۷۰ هغه ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د ملي لوبډلې لپاره به د پوره چمتوالي زمینه برابروي چې وکولای شي ښې لاس ته راوړنې ولري.

د افغان کرېکټ بورډ مسولینو په وینا دوی هڅه کوي چې له ځینو نورو هېوادونو سره هم لوبې برابرې کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب