اکرم محمدي د بیلیارد لومړی مډال ګټلی

Image caption اکرم محمدي امیني د ایران د ښځو تاریخ کې د بیلیارد لومړی مډال ګټلی دی

د ایران د بیلیارد لوبغاړې اکرم محمدي امیني د اسیایي اتلولیو په لړ کې د 'ناین بال بیلیارد' په نامه سیالۍ د برونزو مډال ګټلی دی.

اغلې امیني د نیمه پایلوبې پړاو کې له ماتې وروسته وکړای شو، چې خپلې چینایۍ سیالې چن سیمینګ ته ماتې ورکړي.

د ایران د بیلیارد لوبډلې د اسیا په اتلولیو کې وکړای شو چې د سرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه وګټي.

اکرم محمدي امیني د ایران د سنوکر په کورنیو سیالیو کې هم دوه د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

هغې یوې ورځپاڼې ته وویل: ''د تېر په پرتله خلک اوس په دې لوبه پوهېدلي او د تېر په پرتله یې اندونه هم بدل شوي دي. بیلیارد لوبې په ځوانانو کې مهم ځای موندلی دی''.

د اسیا د بیلیارد د سیالیو لومړی پړاو (ښځینه او نارینه وو) سیالۍ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوې.

Image caption د اسیا د بیلیارد د سیالیو لومړی پړاو (ښځینه او نارینه وو) سیالۍ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوې.

په ایران کې د ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته بیلیارد لوبه د قمار یوه برخه وګڼل شوه او ممنوع اعلان شوه، خو دا چې د اسیایي اولمپیک لوبو کې بیلیارد هم شامل شو، د ایران ورزشي چارواکو بیلیارد لوبې ته ایران کې د تمرین ځایونه جوړ کړل.

Image caption په ایران کې د ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته بیلیارد لوبه د قمار یوه برخه وګڼل شوه او ممنوع اعلان شوه، خو دا چې د اسیایي اولمپیک لوبو کې بیلیارد هم شامل شو، د ایران ورزشي چارواکو بیلیارد لوبې ته ایران کې د تمرین ځایونه جوړ کړل.

په ۱۳۷۸ کال، وروسته ترهغه چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي دې لوبې ته بیا اجازه ورکړه، د بولینګ فدراسیون د ننه بیلیارد ته هم کلبونه جوړ شول.

Image caption په ۱۳۷۸ کال، وروسته ترهغه چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي دې لوبې ته بیا اجازه ورکړه، د بولینګ فدراسیون د ننه بیلیارد ته هم کلبونه جوړ شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب