د ماریا شرپووا سزا له دوو کلونو ۱۵ میاشتو ته ټيټه شوه

ماریا شرپووا د انځور حقوق Reuters
Image caption ماریا شرپووا وايي، دا نه وه خبره چې ګني ددغو درملو خوړل ممنوع دي

د ټینس پر یوې وتلې لوبغاړې ماریا شرپووا به راتلونکی پسرلی لوبو کې بندیز لیرې کېږي او نړیوالو سیالیو ته به بېرته ستنېږي.

د سپورت د تحکیم محکمې ویلي، د ماریا شرپووا د سزا موده به له دوو کلونو څخه ۱۵ میاشتو ته راټیټه کړي.

د ټینس نړیوال فدراسیون ۲۹ کلنې شرپووا ته ځکه د سزا ورکولو پرېکړه کړې وه، چې د استرالیا ۲۰۱۶ کال ازادو سیالیو پرمهال یې میلیدونیوم ګولۍ خوړلې وې او دوه کاله یې له لوبو ایساره که.

ماریا شرپووا پنځه ځلې د ګرانډ سولې جایزې ګټلې دي.

دغه روسۍ لوبغاړې به د ۲۰۱۷ کال د اپریل پر ۲۸مه، د ټینس لوبغالي ته یوځل بیا ستنه شي.

شرپووا د محکمې له پرېکړې وروسته وویل: "لوبغالي ته مې د ستنېدو شپې شمېرم."

"داسې انګیرم چې یو ګران شی رانه اخیستل شوي، خو کله یې چې ترلاسه کړم، ډېره به خوشحاله شم، د ټینس لوبه زما مینه."

میلډونیوم څه شی دي؟

میلیډونیوم د زړه اړوند درمل دي، چې په "میلډرونیټ" هم شهرت لري، دغه درمل د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د ممنوعه درملو په لیست کې شامل شول.

د انځور حقوق Getty
Image caption ماریا شرپووا پنځه ځلې د ګرانډ سولې جایزې ګټلې دي.
د انځور حقوق AFP
Image caption شرپووا وویل، دا درمل یې له ۲۰۰۶ کال راهیسې د ځینو روغتیايي ستونزو د علاج لپاره خوړل، "نه ددې لپاره چې په لوبو کې ځان پیاوړی کړي."

شرپووا وویل، دا درمل یې له ۲۰۰۶ کال راهیسې د ځینو روغتیايي ستونزو د علاج لپاره خوړل، "نه ددې لپاره چې په لوبو کې ځان پیاوړی کړي."

دا وايي، پر دې نه وه خبره چې ګني دغه درمل په ممنوعه درملو کې شامل شوي.

د انځور حقوق HEAD
Image caption دغه روسۍ لوبغاړې به د ۲۰۱۷ کال د اپریل پر ۲۸مه، د ټینس لوبغالي ته یوځل بیا ستنه شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب