د شاهد اپریدی او جاوید میاداد تر منځ لفظي شخړه ښايي محکمې ته ورسېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption کرېکټ ۲۰ اوریزو نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته په نړیوالو کرېکټ سیالیو کې د شاهد اپریدي ګډون په نشت حساب دی

د پاکستان کرېکټ لوبغاړي شاهد اپریدي پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد د کرېکټ یوه پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر جاوید میاداد خلاف محکمې کې عریضه وکړي.

شاهد اپریدي دغه پرېکړه د جاوید میاداد له هغو څرګندونو وروسته کړې، چې د ادعا له مخې یې پر شاهد اپریدي د درغلي کولو او لوبو لپاره د پایلو ټاکلو تور پورې کړی و.

شاهد اپریدي ته نژدې سرچینې وايي، شاهد له خپل مدافع وکیل سره د جاوید میاداد د هغې ټلویزیوني مرکې پر ویډيويي کلیپ غور کوي، چې په کې پر نوموړي تور لګول شوی او وايي د عاشورا له رخصتیو وروسته به محکمې ته د جاویدمیاندار خلاف عریضه وړاندې کړي.

د انځور حقوق AP
Image caption جاوید میانداد په یوه ټلویزوني مرکه کې پر شاهد اپریدي نیوکې کړې

د کرېکټ ۲۰ اوریزو نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته په نړیوالو کرېکټ سیالیو کې د شاهد اپریدي ګډون په نشت حساب دی او پاکستان کرېکټ بورډ نوموړی د انګلستان او ویسټ انډیز خلاف سیالیو لپاره په لوبډله کې نه دی شامل کړی.

دا وروستیو کې داسې ګنګوسې هم وې، چې د سلیکشن کمېټې مشر انضمام الحق غواړي شاهد اپریدي سره خدای پامانۍ د لوبې له ډګره په یوه وروستۍ لوبه کې وشي، خو بورډ چارواکو يې دغه وړاندیز رد کړی دی.

بل لور ته شاهد اپریدي کرېکټ کې د خپل راتلونکي په اړه ویلي، ژر به دې لړ کې د کمیټۍ له مشر نجم سیټهي سره وویني.

اړونده مطالب

ورته مطالب