القاعده

  1. طالبان

    د امريکا کانګرېس ته د دغه هېواد دفاع وزارت وړاندې شوي درې مياشتني رپوټ کې راغلي چې القاعدې سره د طالبانو اړيکي د افغان حکومت له پرځېدا وروسته نه دي بدل شوي. رپوټ وايي، شونې ده چې طالبان د امريکا د غبرګون مخنيوي لپاره له القاعدې وغواړي چې د امريکا او يا هم د امريکا د متحدينو موخې په نښه نه کړي، ځکه دا يې اوسنى واک له خطر سره مخ کولى شي.

    نور معلومات
    next
  2. داعش، افغانستان

    د امریکا د دفاع وزارت یوه جکپوړي چارواکي د امریکا کانګرس ته ویلي چې د امریکا استخباراتي ادارو ارزونه کړې چې په افغانستان کې اسلامي دولت نومې ډله یا داعش تر شپږو میاشتو پورې د دې وړتیا پیدا کولای شي چې پر امریکا برید وکړي او نیت لري چې دا کار وکړي. د رویټرز خبري آژانس د رپوت له مخې د پالسۍ په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال کولن کاهل ویلي: ''استخباراتي ادارو ارزونه کړې چې هم د داعش خراسان څانګه او هم القاعده ډله د دې نیت لري چې د امریکا په ګډون په ځینو هېوادونو کې بریدونه وکړي خو اوس مهال یوه ډله هم د برید کولو وړتیا نه لري.

    نور معلومات
    next
  3. خلیلزاد

    زلمي خليلزاد د امریکا له خوا د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه له استعفا وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې سي بي ایس تلویزیوني شبکې ته ویلي چې دا لویه بریاوه چې له طالبانو سره هوکړه کې د القاعده نوم دوه ځله یاد شوی. د نوموړي په وينا طالبانو ژمنه کړې چې القاعده او نورو ترهګرو ډله ته اجازه نه ورکوي چې د دوی د کنټرول لاندې سیمو نه بر امریکا او نورو متحدینو بریدونه وکړي یا یې له افغانستان پلان کړي.

    نور معلومات
    next
  4. اسدالله ګل هارون د بې ګناهۍ په هکله ۹۰۰ لیکونه لیکلي وو.

    د امريکا دفاع وزارت له ګوانتانامو زندانه دوه نور زندانيان خوشي کړي چې يو یې افغان دى. ۴۰ کلن اسدالله هارون ګل له ٢٠٠٧ م کال راهيسې په ګوانتانامو کې بندي و.

    نور معلومات
    next
  5. ابو زبیده القاعده زنداني

    د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي آی اې د ترهګرۍ په شک د هغه نیول شوي کس د خوشې کولو غوښتنه کړې چې شل کاله وړاندې دې افسر د هغه په نیولو کې مرسته کړې وه. جان کیریاکو چې پر ربړونې د اعتراض له امله د سي آی اې په اړه ډېر څه په ډاګه کړي بي بي سي ته ویلي چې هغه ربړونه او حبس چې د القاعده غړي ابوزبیده ګاللی ده ته د سزا په توګه کافي دی او نور باید خوشې شي.

    نور معلومات
    next
  6. سکاټ

    د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، القاعده شبکه د یو یا دوه کلونو په موده کې د افغانستان له خاورې امریکا ته ګواښ پېښولی شي.‌ دوو جګپوړو استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د القاعدې د بیا منظمېدو نښې نښانۍ وار د مخه راڅرګندې شوې دي.‌ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کومېټې خپلو تېرو دوو کلنیو رپوټونو کې تور لګولی چې طالبان لا هم القاعدې سره نږدې اړیکې لري. خو طالبانو دا رپوټونه رد کړي دي.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: د القاعده فکرلاره: ملاتړي به يې لا هم نړۍ ته ګواښ پېښ کړي؟
  8. یازده سپتامبر

    د امریکا متحدو ایالتونو کې د سپتمبر ۱۱ مې بریدونو د ۲۰ کلن تلین په مناسبت مراسم تر سره کېږي. دې لړ کې مرکزي مراسم نیویارک کې کېږي چې ولسمشر جو بایډن له خپلې مېرمن جل بایډن سره یو ځای ګډون کړی. له نوموړي سره مخکیني ولسمشران باراک اوباما او بل کلنټن هم دې مراسمو کې برخه اخیستې.

    نور معلومات
    next
  9. م

    د امریکا ولسمشر جو بایډن پر دې هېواد د سپتمبر ۱۱ د بریدونو د شلم تلین په مناسبت پر امریکایانو غږ کړی چې خپلو منځو کې یووالی وساتي. په هغه ویډیویي پیغام کې چې د دې تلین پر شپه خپور شوی، امریکایي ولسمشر د سپتمبر ۱۱ بریدونو ۲۹۷۷ قربانیانو ته درناوی وړاندې کړی دی. د دې بریدونو داسې مهال را رسي چې ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو له کبله سختو نیوکو سره مخ دی. ‌

    نور معلومات
    next
  10. Video content

    Video caption: د سپتمبر ۱۱ پېښې څنګه نړۍ بدله کړه؟

    دا پېښې په یو شمېر پالیسیو کې د بدلون لامل شوې، چې له کبله یې د هوايي سفر څرنګوالي کې بدلون راغی، د مسلمانانو پر ضد تبعیض ډېر شو او سانسور ورسره زیات شو