سړه جګړه

  1. Video content

    Video caption: 'واګنر'؛ لېبیا کې روسي اجیران

    په لیبیا کې جنګي مزدوران: "دا د روسي سنایپر پادشاهي ده"

  2. Video content

    Video caption: د ایران ټاکنې: نوی ولسمشر به پر ټومي هوکړه اغېز وکړي؟

    نن، د جمعې په ورځ‌ (غبرګولی ۲۸/جون ۱۸) ایران کې د نوي ولسمشر ټاکلو ته رایه اچونه د هېواد د بهرنۍ تګلارې لپاره یوه حساسه شېبه ده.

  3. محمد آصف ننګ

    د اقتصاد خپرندوى مشر

    .

    ایا ملګري ملتونه پخپلو امکاناتو، توانمنديو اثر او نفوذ سره د يوه هېواد منازعه په سوله تبديلولی شي؟  ایا د ملگرو ملتونو د کاميابه وساطت کومه بېلگه شته او ایا دوى به د افغانستان په هکله داسې منځگړيتوب وکړای شي چې هېواد له کورنيو جگړو وژغوري؟

    نور معلومات
    next
  4. فرانک ګارډنر

    د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال

    کابل

    امریکايي او بریتانوي ځواکونه له شل کلن حضور وروسته له افغانستان وځي. د امریکا ولسمشر جو بایډن روانه میاشت اعلان وکړ چې افغانستان کې به خپل پاتې له ۲۵۰۰ تر ۳۵۰۰ زره ځواکونه د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې وباسي. په دې موده افغانستان کې له ۲۳۰۰ ډېر امریکايي سرتیري وژل شوي او تر ۲۰ زرو ډېر نور ټپی شوي دي. خو تر ټولو ډېر زیان پخپله افغانانو ګاللی. تر ۶۰ زرو ډېر افغان امنیتي پرسونل او د همدې شمېر نږدې دوه برابره ملکي افغانان وژل شوي دي. اوس دغو ځاني او مالي لګښتونو ته په کتو ډېر دا پوښتنه کوي چې ایا دا جګړه په دومره قربانیو ارزېدله؟

    نور معلومات
    next
  5. .

    سپینې ماڼۍ منلې هغو ادعاوو ته هومره کافي دلایل نه شته چې ګنې روسیې په افغانستان کې طالبانو ته د امریکايي ‌ځواکونو د وژلو بدل کې د جایزې ژمنه کړې وه. د امریکا د ولسمشر جو بایډن ویاند ویلي، د دغو ادعاوو د ریښتینولۍ په اړه د امریکا د څارګرې مشرتابه د باور کچه له "ټیټې کچې تر اوسط هغې" پورې اټکل شوې ده.

    نور معلومات
    next
  6. محمد سلام

    دا کیسه د شمالي وزیرستان ده. دلته د دې ځای د رزمک او دوسلې سیمو ترمنځ د سړک جوړولو چارې روانې دي. درانه ماشینونه (سکواټورونو) کلکې ځمکې پر خپلو پنجو په غاښو کېدنې او خاورې ترې لپه کې راپورته کوي.

    نور معلومات
    next
  7. ر

    د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو افغانستان کې د هدفي وژنې غندلې دي. د دې شورا غړو دغه بریدونه "په لوی لاس د ملکي خلکو" په نښه کول او وژل بللي. د امنیت شورا لخوا د جمعې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې ملکي خدمتګاران، قضا، رسنۍ، روغتیا پالان او بشرپاله کارمنان په نښه شوي دي.

    نور معلومات
    next
  8. چاودنه

    د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې امنیتي سرچینې وايي دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې یوه روغتیاپاله او ۷ کارګران وژل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  9. .

    د ملګرو ملتونو څېړونکو ویلي سوریه کې د جګړې پرمهال لسګونه زره ولسي وګړي له نیول کېدا وروسته لاهم تري تم دي او یو شمېر یې په مړو کې حساب شوي دي. رپوټ وايي زرګونه وګړي تر نیول کېدو وروسته ان تر مرګه ربړول شوي.

    نور معلومات
    next
  10. Women burn incense during a procession at the mass funeral in Kocho on 6 February 2021

    د عراق په شمال کې یزیدي ټولنې د خپلو هغو ۱۰۴ غړو مړي راوړي، چې په ۲۰۱۴ کال "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پر دې سیمه د ولکې پرمهال وژلي وو. ددغو کسانو د مړو پاتې شوني پېژندل شوي او له ډله ییزو قبرونو رایستل شوي، په پام کې ده چې د نینوی ولایت "سینجار" غره ته څېرمه په کوچو کلي کې بېرته خښ کړل شي. د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې دا د دغې ټولنې پروړاندې نسل وژنه یاده شوې ده.

    نور معلومات
    next