د وينا خپلواکي

  1. کیوبا

    د کیوبا پلازمېنه هاوانا او نورو ښارونو کې زرګونه خلک د دغه هېواد د کمونېست حکومت پرضد مظاهرو سره یو ځای شول. خواله رسنیو کې انځورونه ښيي چې د یکشنبې په ورځ خلک شعارونو ورکولو سره د کووېډ-۱۹ واکسین، ازادۍ او ولسواکۍ شعارونه ورکوي. د کیوبا ولسمشر میګل دیاز کانل تلوېزوني وینا کې "کیوبايي-امریکايي مافیا" د دې نارامۍ په پلانولو تورنه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  2. ذبیح الله کلیم

    د افغان حکومت یو شمېر وزیرانو او لوی څارنوال افغانستان کې د رسنیو د خپرونو د کیفیت ښه والي او فعالیت د قانوني کولو په تړاو د ځینو رسنیو له استازو سره په مشورتي غونډه کې پر رسنیو غږ وکړ چې د قانون په چوکاټ کې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي. لوی څارنوال ذبیح الله کلیم سې شنبه دې ناسته کې وویل، هغه رسنۍ چې د ملي ګټو ضد فعالیتونه کوي، په نافذه قونینو کې جرم ګڼل کېږي او په ښکاره د جدي چلن سپارښتنه کېږي.

    نور معلومات
    next
  3. سید ولي ناصر

    بي بي سي

    رسنۍ

    د افغان خبریالانو ټولنې د هغه څه غندنه کړې چې دوی یې د طالبانو او د افغانستان ملي امنیت ریاست لخوا رسنیو ته ښکاره 'خبرداری' بولي. د افغان خبریالانو د خوندیتابه ټولنې یا 'نی' ویلي، دا ډول خبرداري د افغانستان په رسنیو کې د وېرې لامل کېدای شي، خو د افغانستان ملي امنیت ادارې مسوولین وايي، د بیان ازادۍ په هکله د دې ادارې د مشر خبرې ''له لاسوهنې وروسته، له واقعیته په لېرې او یو لوریز ‌ډول پارلمان کې وړاندې شوې دي.''

    نور معلومات
    next
  4. پوځ

    د پاکستان د قامي اسمبلۍ د کورنیو چارو یوې کومېټې پرون چارشنبه یو قانون تصویب کړی، چې له مخې به يې هغو کسانو ته سزاوې ورکول کېږي چې د پاکستان پر پوځ قصداً ملنډې وهي او یا يې هم سپکاوی کوي.

    نور معلومات
    next
  5. لندن کې د بي بي سي دفتر

    چینايي چارواکو پر "بي بي سي ورلډ نیوز" بندیز لګولی او دا سرویس یې په "خطرناک ډول" د خپرونو د قوانینو په سرغړونه تورن کړی دی. چین د کورونا وېروس د خپرېدو او ایغور لږکیو د ربړونې د رپوټونو له کبله پر "بي بي سي" نیوکه کوي.

    نور معلومات
    next
  6. شازیه حیا

    بي بي سي کابل

    له ښۍ خوا: رحمت الله نېکزاد، ملاله میوند او الیاس داعي

    د تیلېفون له غوږۍ مې په غزني کې د وژل شوي ازاد خبریال رحمت الله نېکزاد د مېرمنې حوصله، ډاډ او زړه ورتیا درک کولی شوه. له غېږې یې د شپږ میاشتني ماشوم غږ راته، دې نېکزاد د ښه زوی، ورور، پلار او مېړه په توګه وستایه. په هلمند کې بیا د ازادۍ راډیو وژل شوي خبریال الیاس داعي نه دوه نیم کلنه لور پاتې ده. په ننګرهار کې د خصوصي ټلویزیون "انعکاس" د وژل شوې ۲۶ کلنې خبریالې ملاله میوند خور فاطمة الزهراء هغه د خپلو دوو خویندو او وروڼو مور بولي.

    نور معلومات
    next
  7. مسکو

    د روسیې د پولیسو څارونکي وايي، پرونیو مظاهرو کې تر دوو زرو ډېر کسان نیول شوي چې د حکومت د مخالف سیاستوال الیکسي نوالني په ملاتړ یې لاریون کړی و. د شنبې په ورځ لسګونه زره خلکو د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرضد د وروستیو کلونو په یو تر ټولو سترو لاریونونو کې ګډون وکړ.

    نور معلومات
    next
  8. لجين الهذلول

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له وخت مخکې له بنده د سعودي د ښځو د حقونو د مبارزې لجین الهذلول د خوشي کولو غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو دا غوښتنه له هغه وروسته ده چې د سعودي عربستان یوې ځانګړې محکمې د لجین الهذلول په نامه د ښځو د حقونو هغه فعاله، چې ښځو ته د موټر چلولو د حق غوښتنه یې کوله، په پنځه کاله بند محکومه کړې ده. ‌‌

    نور معلومات
    next
  9. تركي الحمد

    ښکاري چې د سعودي او په ټول کې د عربي نړۍ د خواله رسنیو مجازي نړۍ ګې د سیاسي او دیني مسلو په تړاو تاوده بحثونه پیل شوي دي. دا ځل د سعودي لیکوال ترکي الحمد د هغه ټویټ په اړه د غندنې او تایید غږونه راپورته شوي، چې وايي صحیح البخاري له قرآن سره په ټکر کې دي.

    نور معلومات
    next
  10. Courtroom where the trial against the alleged accomplices in the Charlie Hebdo attack will take place in Paris

    فرانسوۍ طنزیه مجلې چارلي هېبډو یو ځل بیا د اسلام د پیغبر محمد (ص) کارتوني انځورونه خپاره کړي دي. په ۲۰۱۵ کال کې د ورته انځورونو خپرولو له کبله د یادې مجلې پر کارکوونکو خونړی برید شوی و. په هغه برید کې د یو شمېر کارتونېستانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي.

    نور معلومات
    next