بشري حقونه

  1. Interpol's newly-elected president, General Ahmed Nasser al-Raisi, addresses the General Assembly in Istanbul, Turkey (25 November 2021)

    د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت یو جنرال احمد ناصر الرئیسي، چې په تېر کې په شکنجه کې په ښکېلتیا تورن شوی،‌ د انټرپول نړیوالو پولیسو نوی مشر ګومارل شوی دی. د بشري حقونو ډلو هڅه کړې وه چې دې دندې ته د نوموړي د نوماندۍ مخه ونیسي. دا ډله وایي، ښاغلي الرئیسي د متحده عربي اماراتو پر امنیتي ځواکونو د شکنجې تورونه په سمه توګه نه ده پلټلي.‌ خو نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او دنده ک ېې د روټنتیا او قاطعیت ژمنه کړې.

    نور معلومات
    next
  2. يوناما

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې دې د بشري حقونو د مدافعینو د وژنې په اړه په بېړنۍ او خپلواکه توګه څېړنه وشي. وناما پر خواله رسنیو یوه لنډ بیان کې د هغو رپوټونو په اړه اندېښنه ښودلې چې په مزار شریف کې د بشري حقونو د فعالې فروزان صافۍ او په جلال آباد کې د بشري حقونو د فعال هجرت الله خوګیاڼې د وژنې په اړه ورکړل شوي دي. یوناما دې بیان کې د طالبانو د ادارې یادونه نه ده کړې خو ویلي یې دي چې "ملګري ملتونه غوښتنه کوي چې په دې اړه دې چټک، خپلواک او په رڼه بڼه څېړنې وشي".

    نور معلومات
    next
  3. ښځې

    د بشري حقونو د څار ډله وايي د طالبانو هغو قوانینو چې ډېری ښځې له خیریه چارو منع کوي په افغانستان کې بشري بحران لا ناوړه کړی دی. دغې کمپاین ډلې ویلي د افغانستان له نیمايي نه په ډېرو ولایتونو کې طالبانو یا ښځینه خیریه کارکوونکې له کاره منع کړي او یا یې د هغوی پر چارو محدیتونه لګوي دي. طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

    نور معلومات
    next
  4. President Erdogan

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د بهرنیو چارو وزیر ته یې امر کړی چې د امریکا او فرانسې د سفیرانو په ګډون لس بهرني سفیران نامطلوب اعلان کړي.

    نور معلومات
    next
  5. پورټر

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې جنايي محکمې د هغې پرېکړې هر کلی چې له مخې یې غواړي افغانستان کې د طالبانو او داعش ډلې لخوا د جنګي او بشر ضد جنایتونو څېړنه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیالې جلینا پورټر په دې اړه د څېړنو د هر کلي ترڅنګ ویلي امریکا افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښه لري. یاده دې وي چې نړیوالې جنایي محکمې د اوس لپاره افغانستان کې د هغو جرمونو له پلټلو ډډه کړې چې د امریکایي او افغان پوځ لخوا ترسره شوي دي.

    نور معلومات
    next
  6. د ښځو لاریون

    د بشري حقونو د څار سازمان ویلي طالبان په هرات ولایت کې له ازاد ګرځېدو، کار او تعلیم نه د ښځو په منع کولو سره د بشري حقونو ضد جدي سرغړونې کوي. د بشري حقونو د څار سازمان دې لړ کې د طالبانو د ځايي ادارې له خوا پر ښځو د ځانګړو جامو اجباري کولو یادونه هم کړې ده.

    نور معلومات
    next
  7. طالبان

    د بخښنې نړیوال سازمان او دوو نورو سازمانونو په رپوټونو کې طالبان د ملکي وګړو او تسلیم شویو پوځیانو په وژلو، د بشري مرستو د لېږدولو په مخنیوي او په ځانګړې توګه د ښځو د ازادیو په محدودولو تورن کړي دي. په دې رپوټونو کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوی چې د جرمونو په اړه شواهد ټول کړي.

    نور معلومات
    next
  8. پاینده څرګند

    بي بي سي، لندن

    افغانستان

    د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې شهرزاد اکبر پر طالبانو غږ کړى چې د دغې ادارې خپلواکۍ او کارکوونکو ته دې درناوى وکړي او اجازه دې ورکړي چې دوى له کومې ويرې د بشري حقونو څار ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې دغه کميسيون په يوې خپرې کړې وينا پاڼه کې ويلي چې طالبانو د د دوى دفترونه نيولي او د دوى گاډي او کمپيوټرونه هم کاروي.

    نور معلومات
    next
  9. سفارت

    رویټرز خبري اژانس وایي، په افغانستان کې ناڅاپه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړۍ ګڼو هېوادونو کې افغان دیپلوماتان او استازولۍ له سختو ستونزو سره مامخ دي. تېره سې شنبه د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان دیپلوماتیکو ماموریتونو ته یوه پیغام کې ویلي، له معمول سره سم دې خپلې چارې پر مخ بیايي، خو د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې یو شمېر افغان دیپلوماتان راتلونکي ته اندېښمن دي.

    نور معلومات
    next
  10. سعید خطیب زاده

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کابل کې د طالبانو لخوا اعلان شوی سرپرست حکومت هغه څه نه دي چې ایران او نړیواله ټولنه یې غواړي، خو پوهېږي چې دا ګام یوازې د وزارتونو سرپرستۍ لپاره اخیستل شوی. د دې وزارت ویاند سعید خطیب زاده دوشنبه رسنیو ته وویل، لا وختي دی چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړې مراسمو کې د ګډون یا نه کډون په اړه وغږېږي، او د طالبانو عمل ته په کتو به په دې اړه پرېکړه کوي.

    نور معلومات
    next