هرات

  1. NUNN ASIA/TWITTER

    هرات کې د طالبانو پر ضد د حکومت پلوه ولسي وسلوالو قومندان محمد اسماعیل خان او څو نور دولتي چارواکي د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. طالبان وايي، پر هرات د دې ډلې له ولکې وروسته هلته مشهور جهادي‌ قومندان اسماعیل خان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان رحمان، د ظفر قول اردو قومندان نبي احمدزی او د هرات والي عبدالصبور قانع او د دې ولایت امنیت رییس حسیب صدیقي دې ډلې سره "یو ځای شوي دي".

    نور معلومات
    next
  2. خبرگزاری فرانسه

    د افغانستان په لویدیځ هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د هرات ښار نژدې ټول د طالبانو لاس ته لویدلی دی. نن پنجشنبه ناوخته په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې طالبان پکې وايي د هرات ولایت مقام ته دننه شوي دي. د هرات په ګاونډ کندهار کې هم طالبانو ادعا کړې چې د کندهار پر ښار یې د محاصرې کړۍ تنګه کړې ده. د افغانستان د ولایتي مرکزونو له سقوط سره حکومت پرلپسې ټینګار کړی چې ددې ښارونو بېرته نیولو لپاره به ډېر ژر اقدام وکړي.

    نور معلومات
    next
  3. Doctors treated an injured person

    په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو لاس ته د دریو لویو ښارونو د لوېدو د مخنیوي لپاره جګړه کوي، ولسي وګړي په سختو جګړو کې راګیر شوي. په کندهار او د هلمند په لښکرګاه کې ډاکټران بي بي سي ته له ولسي مرګ ژوبلې سره د خپلې مبارزې په اړه غږېدلي.

    نور معلومات
    next
  4. MSF

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازۍ یا یوناما وايي، د افغانستان ښارونو ته د جګړې رسېدو سره ولسي وګړي ډېر قرباني کېږي. دا اداره د سې شنبې په ورځ( د اګسټ ۳) ټوېټ کې وايي، تېرو دریو ورځو کې د هلمند مرکز لښکرګا کې لس ولسي وګړي وژل شوي او ۸۵ ټپیان دي او کندهار کې ۵ وژل شوي او ۴۲ ټپیان دي. په دا مهال رپوټونه وايي، امریکايي الوتکو د هلمند په مرکز لشکرګا کې پر وسله والو طالبانو بېګا او سهار هوايي بریدونه کړي دي.

    نور معلومات
    next
  5. ;hfg

    په افغانستان کې د امريکا سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د کندهار په سپين بولدک کې طالبانو د "غچ اخيستلو په موخه يو شمېر ملکيان وژلي"، چې په وينا يې دغه وژنې کېدی شي جنګي جرمونه وګڼل شي. د امريکا سفارت وايي دغه پېښې بايد وڅېړل شي او هغه طالب جنګيالي او قومندانان چې په کې لاس لري مسول وبلل شي. په سپين بولدک کې د بشري سرغړونو په اړه د بشري حقونو خپلواک کميسيون خپاره شوي راپور کې راغلي چې طالبانو د سپين بولدک له نيولو وروسته يو شمېر پخواني او اوسني حکومتي کارکوونکي وژلي.

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: د افغانستان سوېل کې جګړه

    د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په پایله کې یې په هرات، لښکرګاه او کندهار ښارونو کې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي.

  7. Afghan security personnel fighting against the Taliban in Herat

    د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د ځکمنیو او هوايي عملیاتو په پایله کې یې په هرات، هلمند او کندهار ښارونو کې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي. طالبان وايي، په هرات ښار کې حضور لري او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

    نور معلومات
    next
  8. هرات

    د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت چارواکي وايي، نن ګهیځ طالبانو یوځل بیا پر ګذره ولسوالۍ له ختیځې او لوېدیځې خوا برید وکړ، چې غوښتل یې د هرات ښار ته ننوځي، خو په پایله کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او عامو خلکو په مرسته د طالبانو 'لویه دسیسه' شنډه شوه. بله خوا، امریکا او ملګرو ملتونو د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید په سختو ټکو غندلی. طالبان وايي، په دې برید کې دوی لاس نه لري.

    نور معلومات
    next
  9. ګمرکونه

    د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي امنیتي وضعیت او د یو شمېر بندرونو سقوط په سوداګرۍ او ترانزېټ بد اغېز کړی. په ورته وخت کې طالبانو په پنځو مهمو بندرونو د ولکې ټینګولو ویلي او د دې ډلې په وینا له دې ډلې له دریو هغو یې عادي سوداګري پیل شوې. د افغانستان ماليې وزارت هم دا مني چې شپږ بندرونه یې له امنیتي ستونزو سره مخ دي خو په دې اړه ډېر نور جزیات نه ورکوي:

    نور معلومات
    next
  10. د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له ټولو افغان اړخونو وغوښتل چې ''د تاوتریخوالي د ډېرېدو مخنیوی وکړي.

    د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې سیمې له دریو دوې برخې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

    نور معلومات
    next