بورېس جانسن

  1. .

    د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، هېواد به یې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي، خو د مرستو په نامه طالبانو ته 'سپین چېک' نشي ورکولی.

    نور معلومات
    next
  2. Custom-made bicycle given by Joe Biden to Boris Johnson

    د امریکا ولسمشر جو بایډن د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن سره خپله لومړۍ لیدنه کې هغه ته په لاس یو جوړ شوی بایسکل ډالۍ کړی دی.

    نور معلومات
    next
  3. هزل شیرېنګ

    بي بي سي نیوز

    جانسن

    رپوټونه وايي د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن له خپلې کوژدنې کري سیمونډس سره د وېسټمنسټر کتدرال په یوه پټه مېلمستیا کې واده وکړ.

    نور معلومات
    next
  4. بوریس جانسن

    یوه خپلواکه څېړنه ښيي چې د هغو ښځو په هکله چې بورقه اغوندي د بریتانیا لومړي وزیر څرګندونې داسې تاثر ورکوي چې 'محافظه کار ګوند د مسلمانې ټولنې په هکله حساسیتونو ته پام نه کوي.' لومړي وزیر ۲۰۱۹ کال کې امر وکړ چې د تبعیض تورونو په هکله د ګوند تعامل په هکله دې رپوټ ورکړل شي.

    نور معلومات
    next
  5. Dominic Cummings makes a statement in a garden at 10 Downing Street

    په بریتانیا کې د روغتیايي او اقتصادي کړکېچ په اوج کې د دغه هېواد لومړی وزیر بوریس جانسن په یوه سیاسي جنجال کې ښکېل دی. دا جنجال د نوموړي یو مشر سلاکار له کبله رامنځته شوی، چې له خپلې مېرمنې او ماشوم سره د لیدو لپاره یې د ګرځبندیز پر مهال ۴۰۰ میله لېرې موټر سفر کړی و.

    نور معلومات
    next
  6. اسد قیصر

    پاکستان د ملي اسمبلۍ رئیس او د واکمن تحریک انصاف ګوند مهم مشر اسد قیصر اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس معاینې پایله یې مثبته راختلې ده. بل لور ته د روسیې لومړی وزیر میخایل مېشوسټېن اعلان کړی چې په کورونا وېروس اخته شوی او د ځان کوربندولو پرېکړه یې کړې ده

    نور معلومات
    next
  7. کورونا یونان

    د یونان لرغونې طاعون ناروغي له میلاد ۴۳۰ کاله وړاندې پېښه شوې وه او زرګونه کسان یې ووژل. د لرغوني یونان له تجربې د کورونا وېروس په وړاندې مبارزه کې څنګه کار اخستلی شو؟ ځواب یې دې رپوټ کې لوستلی شئ

    نور معلومات
    next
  8. Man rides a bike outside the Houses of Parliament

    په بریتانیا کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شمېر له لس زرو اوښتی دی. په دې هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۳۷ کسان د دې وېروس قربانیان شوي دي. په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر له یو اعشاریه اته میلیونو اوښتی او تر دې دمه یو لک او دولس زره کسان وژل شوي

    نور معلومات
    next
  9. جانسن

    د برتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن- چې د کورونا ناروغي لري- د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته د روغتون د کلکې پالنې څانګې ته لېږدول شوی. رپوټونه وايي، ښاغلي جانسن ته د درملنې په لړ کې پرون مازیګر اکسیجن ورکړ شو او وروسته د سختو ناروغانو څانګې ته انتقال شو.

    نور معلومات
    next
  10. جانسن

    د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن چې په کورونا ناروغۍ اخته دی، د لا نورو معاینو لپاره روغتون ته ولېږدول شو. د برتانیا لومړي وزارت د دفتر یو ویاند وايي، ښاغلی جانسن د پرلپسې تبې په ګډون اوس هم د کورونا ځینې نښې لري.

    نور معلومات
    next