وزیرستان

  1. غورځنګ

    د پښتون ژغورنې غورځنګ نن سه شنبه د سویلي وزیرستان په مکین کې لویه ولسي جلسه وکړه چې زرګونو کسانو پکې ګډون وکړ.‌ یادې جلسې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین او ګڼو نورو مخکښو مشرانو او غړو ویناوې وکړې.

    نور معلومات
    next
  2. عزیزالله خان او ګوهر مسید

    خبریال

    وزیرستان

    سویلي وزیرستان کې ځايي چارواکي وايي، د کړمې سیمې د یوې لیسې پر دېوالونو د هغو شعارونو په هکله څېړنه کوي، چې ادعا کېږي، د تحریک طالبان پاکستان له لوري لیکل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  3. پرلت

    د خیبر پښتونخوا په بنو کې د جاني خېلو پرلت نن څوارلسمه ورځ هم دوام لري او ګډونوال یې غوښتنه کوي چې په یاده سیمه کې دې د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړل شي. دغه پرلت د ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې وروسته پیل شو. نوموړی څوارلس ورځې وړاندې هلته نامالومه کسانو په ډزو وژلی و او مړی یې لا هم پرلت کې د احتجاج په توګه اېښودل شوی. حکومت لا نه دی توانېدلی چې د خبرو له لارې ستونزه حل او پرلت ختم کړي.

    نور معلومات
    next
  4. وزیرستان

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، دا غورځنګ هیڅکله نه غواړي چې سیاسي ګوند جوړ کړي او نه له ګوند جوړولو سره اړیکه لري. د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د دې غورځنګ یو مخکښ غړي او په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازي محسن دوړ وویل، د نوي ګوند پر جوړولو کار کوي.

    نور معلومات
    next
  5. خدای نور ناصر

    بي بي سي، اسلام اباد

    وزیر

    د پاکستان په سېند ایالت کې یوې محکمې د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر د خوشي کولو ضمانت رد کړی دی. ښاغلی وزیر شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې په پېښور کې نیول شوی و او تر هغه وروسته کراچۍ کې زندان ته ولېږدول شو. پر نوموړي تور دی چې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ولسي‌ غونډه کې يې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد له کرکې ډکې خبرې کړي دي.

    نور معلومات
    next
  6. عزیزالله خان

    بي بي سي

    وزیرستان

    د سویلي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې پولیسو ته په مشروط ډول اجازه ورکړل شوې، د هغو مشکوکو کسانو نیولو لپاره کورونو ته ننوځي چې هلته پټېږي. دغه وړاندیز د ځايي پولیسو، سیاسي مشرانو او سیمه ییزو مخورو په یوه غونډه کې شوی. د یادونې ده چې له دې مخکې پولیسو اجازه نه درلوده، د مشکوکو کسانو نیولو لپاره په هغوی پسې کورونو ته ننوځي.

    نور معلومات
    next
  7. پولیس

    د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلعه کې د دوشنبې سهار څلور ښځې د وسلوالو په ډزو وژل شوې دي. د دې ښځو نومونه ناهید، ارشاد، جویریه، عایشه او مریم ښودل شوي دي. دې ښځو سیمه کې "د مېرمنو ځواکمنولو" په نامه د یوې غیر دولتي موسسې پروژه کې کار کاوه او ټاکل شوې وه چې دا خپرونه یې دوه ورځې وروسته ختمه شي. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی. ‌

    نور معلومات
    next
  8. د بي بي سي مانیټورېنګ برخه

    بي بي سي

    د خیبر پښتونخوا د یوې مدرسې طالبان

    په وروستیو میاشتو کې پاکستان د هغه قانون پر وړاندې د مذهبي او اسلامپالو د اعتراض شاهد دی، چې د جوماتونو او مذهبي مدرسو د بودیجې او کړنو په اړه دولت ته د څارنې اجازه ورکوي. د اوړي په وروستیو کې ددغه هېواد پارلمان د (ایف ای ټي اېف) یوې نوې ډلې د غوښتنو د منلو په موخه درې طرحې تصویب کړې. ددغې ډلې موخه د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په وړاندې مبارزه ده.

    نور معلومات
    next
  9. عمران

    د سويلي وزیرستان اوسېدونکې ګل نسا هغه زدکوونکې وه چې پرلیکه یا انلاین ټولګیو کې یې ګډون درلود، خو خپله سیمه کې د انټرنېټ د ستونزو له امله یې زدکړې اغېزمنې وې، خو لومړي وزیر عمران د چارشنبې په ورځ سوېلي وزیرستان کې د تري جي او فورجي انټرنېټ د پیلولو خبره وکړه.

    نور معلومات
    next
  10. کتاب

    د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالم زېب مسید وايي، په پېښور کې چارواکو د ده پر هغه نوي چاپ شوي کتاب بندیز لګولی چې پکې پاکستان کې د ترهګرۍ، د وزیرستان وضعیت او د پښتون ژغورنې غورځنګ په جوړېدو بحث شوی. د پېښور پولیس چاراکو په دې اړه د بي بي سي پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

    نور معلومات
    next